يكشنبه, 29 تله 1397 -
حامدکرزی وایې افغانان باید له روان وضعیت څخه د راوتو لپاره په عنعنوي لویه جرګه کې راټول شي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

دوشنبه, 24 غويی

حامدکرزی وایې روان وضعیت د پردیو کټو لپاره په افغانانو تحمیل شوی او لدې بدبختیو څخه د خلاصون لپاره باید ټول افغانان سره راټول شي، په اتحاد او اتفاق او په یوه واضح او روښانه اقدام سره د ملی عنعنوي لویې جرګې له لارې خپل غږ اوچت کړي.

کرزي په امریکا غږ کړئ چې د افغانستان خاوره د خپلو لویو اهدافو لپاره د تقابل په میدان بدله نه کړي بلکې د سولې او امن په راوستو کې له افغانانو سره  پر خپل تعهد عمل وکړي او ریښتینی همکار و اوسي.

بل خوا د ولسي جرګې غړي هم د اوسني حکومت د بدیل ترڅنګ له امریکا سره په لاسلیک شوي امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه کوي.

پخواني ولسمشر د ننګرهار ولایت په مستوفیت د برید پر وړاندې جدي غبرګون ښودلئ او زیاتوي چې افغانان هره ورځ د پردیو ګټو قرباني ورکوي.

کرزی وایې د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغانستان په ګوټ ګوټ کې پر افغانانو او د افغانانو پر شتمنیو بریدونه زور اخلی، خلک وژل کېږي، بنسټونه ویجاړېږي او په عین وخت کې د ملي وحدت د تخریب هڅې کېږی چې دا هرڅه د پردیو ګټو لپاره تر سره کېږي.

پخوانی ولسمشر وایې چې لدې وضعیت څخه د وتو لپاره یوازینۍ لار په اتفاق او اتحاد سره  په عنعنوي لویه جرګه کې راټولیدل دي.

کرزي یو بیا په امریکا غږ کړی چې د افغانستان خاوره د خپلو لویو اهدافو لپاره د تقابل په ډګر بدله نه کړي او خپلې هغه ژمنې عملي کړي چې له افغانستان سره یې کړې دي:

 

په ورته مهال د ولسي جرګې غړي هم پدې اړه جدي اندیښنې لري او وایې لدې وضعیت څخه د وتل لپآره باید د ملي یوالي حکومت په بدل غور وشي.

د جرګې غړي همدارنګه له امریکا په شوې امنیتي تړون د بیا غور غوښتنه کوي.

د پخواني ولسمشر دغه وروستۍ څرګندونې داسې مهال دي چې لد وړاندې هم نوموړي د روان د لا خرابوالي په تړاو جدي اندیښنه ښودلې او لدې وضعیت او له امریکا سره د شوي امنیتي تړون په سر د بحث لپاره یې د عنعنوي لویې جرګې د رابللو غوښتنه کړې ده.