يكشنبه, 28 زمری 1397 -
د افغانستان د حکومت مطبوعاتي دستګاه په تبلیغاتي ډګر کې ناکامه ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

سه شنبه, 25 غويی

د سه شنبې په ورځ پر فراه ولایت د طالبانو له برید ۹ ساعته وروسته حکومتي ویندویان فعال شول، په داسې حال کې، چې طالبانو دا وخت په فراه کې د نیول شویو سیمو او پولیسو ویډیوګانې او په مختلفو سیمو کې د ملي اردو له هاموې موټرو سره خپل تصویرونه خپرول.

د ولسمشر او اجرائیه رییس ټویټرپاڼې، وېبپاڼې او د فیسبوک رسمي اکاونټونه تر ۱۱او ۱۱نیمو بجو پورې اپډېټ شوي نه وو.

د فراه ولایت پر ښار او مختلفو سیمو د طالبانو بریدونه دوشنبه شپه په دوو بجو پیل شول.

وسله والو جنګیالیو په څو ساعتونو کې د ښار مختلفې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

یو شمېر ودانیو او د ملي اردو وسایطو ته یې اورونه واچول او یو شمېر پولیس یې ژوندي ونیول.

دوی ددې ټولو پېښو ویډیوګانې او غږونه هممهاله پر ټولنیزو شبکو هم خپرول.

د طالبانو دغه تبلیغاتي کمپاین په خلکو کې د فراه ولایت د سقوط په اړه اندېښنې شدیدې کړې.

د سه شنبې ورځې تر ۱۱ او ۱۱نیمو بجو پورې د حکومتي ویندویانو په اکاونټونو کې د فراه ولایت د پېښو په تړاو څه ترسترګو نه شول او نه هم پر وخت له هغوی سره ټیلیفوني اړیکې ټینګې شوې.

د غرمې شاوخوا ۱۱بجې دي.

خبریالان د ولسمشر د ویندویانو پاڼې او د ولسمشر او اجرائیه رییس رسمي پاڼې او اکاونټونه ګوري، خو ځینې یې له دریو ورځو راهیسې نه دي اپډېټ شوي او په ځینو کې د فراه پرځای د بیت المقدس په تړاو د ولسمشر غبرګون او لوګر ته د هغه سفر منعکس شوی.

دلته د فراه ولایت په اړه، نه د ولسمشر او نه هم د اجرائیه رییس په پاڼو کې، څه ترسترګو کیږي.

د ولسمشر غني ټویټر د مې له ۱۲مې نېټې وروسته نه دی اپډیټ شوی.

وروستی ټویټ یې په همدې نېټه د انډونیزیا پر کنفرانس کړی، چې یوازې ۲۸۴ کسانو لایک کړی.

دلته په دغه پوسټ کې ډاکتر عبدالله د مئ پر ۱۳مه د جلال اباد پر بریدونو غبرګون ښودلی، خو له دې پېښې وروسته د هغه پر ټویټرپاڼه هیڅ نوی خبر او فعالیت نه ترسترګو کیږي.

د حکومتي ویندویانو پاڼې هم، چې د حکومت د تبلیغاتي دستګاه کانالونه ګڼل کیږي، له ورته برخلیک سره مخ دي.

د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر مسوول چخانسوري د فراه له پېښې ۹ نیم ساعته وروسته د دفاع وزارت له چارواکو سره د ولسمشر مجلس خبر منعکس کړی.

د اجرائیه رییس د ویندویانو او دفاع وزارت ویندویانو اکاونټونه هم پر وخت نه دي اپډیټ شوي.

له درجنونو ویندویانو سره سره، یوه هم پر وخت د دقیقو معلوماتو د ورکولو کوښښ نه دی کړی.

د شنونکو په باور، حکومت په تبلیغاتي جګړه کې ناکامه دی او د خپلې دې ناکامۍ د پټولو په خاطر، د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې نوي خنډونه او موانع رامنځته کوي.

ددوی په باور، د حکومت تبلیغاتي دستګاه، چې سلګونو ویندویانو ته رسیږي، محسوسه رسنیزه او تبلیغاتي ستراتیژي نه لري او همدا تشه ددې سبب ګرځي، چې خلکو ته پر وخت معلومات ونه رسیږي.

د پېښو په تړاو حکومت د تبلیغاتي دستګاه دغه ضَعف او کمزوری عمل په داسې حال کې دی، چې وسله وال طالبان او د حکومت نورې مخالفې وسله والې ډلې له هرې پېښې وروسته د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې د عامه ذهنیت د کنټرول او مدیریت په هڅه کې وي.