يكشنبه, 28 زمری 1397 -
مشرانو جرګه وایي د ملي یوالي حکومت د امنیتي وضعیت په کنټرولولو کې پاتې راغلی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

سه شنبه, 25 غويی

د  جرګې غړي وایي، د روانې جګړې له امله هره ورځ سلګونه امنیتي سرتېري او ملکي وګړي قرباني کېږي خو د حکومت مسئولان او اړوندې لوړپوړي امنیتي چارواکي په خپلو شخصي جنجالونو بوخت دي.

د مشرانو جرګې غړي په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت پرانیسته او هلته د اسراییلي سرتیرو له خوا د سلګونه فلسطینیانو مرګ ژوبله غندي.

په داسې حال کې چې حکومت وسله والو مخالفینو ته د درنۍ مرګ ژولې اړولو ادعا کوي، خو د هرې ورځې په تیرېدو د افغانستان امنیتي وضعیت ورځ تربلې خرابېږي.

د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې ازاد بحث هم په امنیتي وضعیت ور ټول وو او د روان وضعیت څخه يې اندېښنه وښوده.

سناتوران وایي، امنیتیي وضعیت ورځ تربلې د بحران په لور راون دي ان تر دې چې هره ورځ د امنیتي ځواکونو او ملکي وکړو د قرباني شاهدان دي.

دوی همدرانګه د ملي یوالي حکومت رهبران او اړوندي لوړپوړي امنیتي چارواکې د ولس اساسي ستونزو ته په رسيدو کې پاتې بولي او ادعا کوي چې په شخصي مسایلو بوخت دي.

دوی همدارنګه وایي، چې د سیمې هیوادونو مداخلي له بل هر وخته زیاتې شوي دي، خو حکومت یې په مخنیوی کې پاتې راغلی دی.

په ورته مهال د مشرانو جرګې رئيس او غړي د برښنايي تذګرو په سر راپورته شویو جنجالونو ته په اشارې وایي، په نظام کې د ننه ځېنې اشحاص د سیمې استخباراتو په خوښه غواړي چې د افغانان تر منځ نفاق ته لامن ووهي.

د مشرانو جرګې غړي په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت پرانیسته  او هلته د اسرایلي سرتیرو لخوا د سلګونه فلسطینیانو مرګ ژوبله غندي.

د مشرانو جرګې بله اندېښنه د ټاکنو په تړاو او سناتوران وایې که په روان وضعیت کې پارلماني او د ولسولیو شوراګانو ټاکنې ترسره شي نو د افغانستان په تاریخ به تر ټول خونړۍ او له درغلیو ډکې ټآکني وي.