يكشنبه, 06 غبرګولی 1397 -
ولسمشر او اجراییه رییس له بحران څخه د هیواد د اېستلو پرځای د راتلونکو ټاکنو لپاره پر سیاسي کمپاینونو بوخت دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

سه شنبه, 25 غويی

د ملي شورا غړي وایې د ملي یوالي حکومت د کاري مودې په پای ته رسېدو سره د حکومت د واړو مسئولانو ولایتي سفرونه زیات کړي او د خپلو نیمګړتیاو د پټولو لپاره پر یو بل تورونه لګوي.

یوشمېر سیاسي ګوندنه بیا وایي، د ملي یوالي حکومت مشران د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کېدو سره یوځل بیا د قوم غیږې ته پناه وړي او له دولتي امکاناتو څخه د ځان په ګټه کار اخلي.

د ملي یوالي حکومت د کاري مودې د پای په رانږدې کېدو سره یوځل بیا د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ ناندریو زور اخستی او ظاهراً دواړه لوري هڅه کوي د خپلو نیمګړتیاو د پټولو لپاره پر یوبل پړه واچوي.

د برېښنایي تذکرو د وېش او د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د پروسې پرسر له راپورته شوي اختلاف وروسته، د ملي یوالي حکومت دواړه مشران خپلو تېروتنو ته توجیه لټوي او په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو د ملاتړ لپاره یې ولایتي سفرونه زیات کړي.

تازه د فراه ولایت د سقوط په درشل ولسمشر محمد اشرف غني لوګر ولایت ته د یوې عادي پروژې د پرانستلو لپاره سفر درلوده او اجراییه رییس په کابل کې د ولسمشر د تېرې ورځو پرڅرګندونو نیوکې درلودې.

شنونکي وایي، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کېدو سره د حکومت دواړه مشران له بحران څخه د افغانستان د اېستلو پرځای پرخپلو کمپایني چارو بوخت دي او د افغانستان له ملي مسایلو سره د خپلو ګټو پراساس چلند کوي او له دولتي امکاناتو ناوړه استفاده کوي.

بلخوا د مشرانو جرګې غړي پرحکومت نیوکه کوي چې، د برېښنایي تذکرو او د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د پروسې پر سر له راپورته شوې لانجې د خپل سیاسي بقا لپاره کار اخلي.

د مشرانو جرګې غړي،په اوسنیو شرایطو کې د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلاف د افغانستان لپاره خطرناک بولي.

که څه هم ولسمشر او اجراییه رییس هرځل په خپلوڅرګندونو کې پر شفافو او رڼو ټاکنو ټینګار کوي،خو شنونکي وایې چې د حکومت دواړه مسئولان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا لپاره له هرې ممکنې لارې استفاده کوي.