يكشنبه, 28 زمری 1397 -
د افغانستان د نوې ملي جبهې رئیس وايي، ځینو احتمالي کاندیدانو ته جعلي تذکرې او انتخاباتي سټیکرونه ورکړل شوي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

سه شنبه, 25 غويی

انوارالحق احدي وایي، چې په ټاکنو کې له کوم ډيټابیس پرته د تذکرو کارونه درغلیو ته زمینه برابروي او وایي، چې همدا اوس ځینو احتمالي کاندیدانو ته جعلي تذکرې، انتخاباتي سټیکرونه او د تذکرو فورمې ورکړل شوي، څو تر ډکولو وروسته یې کمېسیون ته وسپاري.

بل پلو نوموړی په انتخاباتي ادارو کې د حکومت پر مداخلې نیوکه کوي او وایي، چې د کمېسیون مسئولان باید د حکومت د ناقونه غوښتنو پروړاندې ودریږي.

په ټاکنو کې د نوم لیکنې لپاره پر تذکرو او د تذکرو پر کاپیانو د انتخاباتي سټیکرونو پر لګولو په کمېسیون او حکومت کې د نظر تر اختلافاتو وروسته د حکومت یوشمېر مخالف سیاسي جریانونه هم دغه کار په لوی لاس درغلیو ته لار برابرول بولي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې رئیس وایي، نه یوازې د تذکرو پر کاپي ګانو د سټیکرونو لګول ستونزې جوړوي بلکې له کوم ډيټابیس پرته پر تذکرو د سټیکرونو لګول د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

په همدې حال کې نوموړی وايي، چې همدا اوس په ځینو سیمو کې یوشمېر احتمالي کاندیداتو ته انتخاباتي سټیکرونه، نوې تذکرې او د تذکرو فورمې ورکړل شوي، څو یې له وړاندې د ځان لپاره ډکې کړې.

نوموړی وایي، چې دغه فورمې اوس په ازاده توګه ترلاسه کیدای شي.

بل پلو په داسې حال کې، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون څلور تنو کمېشنرانو د تذکرو پر کاپیانو د سټیکرونو له لګولو سره مخالفت وکړ او د کمېسیون د دارالانشا رئیسې هم له همدې امله استعفا وکړه د نوې ملي جبهې رئیس د کمېسیون غړو له دې اقدام څخه هرکلی کوي او وایي، چې د کمېسیون کمېشنران باید د حکومت د ناقانونه کړنو پروړاندې ودریږي

د نوې ملي جبهې رئيس داسې مهال پر تذکرو د انتخاباتي سټیکرونو د لګولو له امله انديښنه ښيي، چې د شنونکو په وینا حکومت په دې کار سره اصلا د ټاکنو ترسره کېدل نه غواړي او همدا لاملونه پر ټاکنو د خلکو باور کموي.