يكشنبه, 06 غبرګولی 1397 -
پر فراه ولایت د برید په اړه له مخکینو اطلاعاتو سره سره ، وسله وال د فراه ښار ته دننه شول پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

ملي دفاع وزارت وایي، چې د وسله والو د بریدونو مخنیوي لپاره چمتووالی نیول شوی و، خو د وسله والو دا حمله د سیمې هیوادونو په همکارۍ ترسره شوې ده.

سه شنبه, 25 غويی

له دې سره په ولسي جرګه کې د فراه استازي وایي، چې دا ولایت له تېرو درې کلونو راهیسې له لوړ امنیتي تهدید سره مخ و، چې دغو ګواښوونو ته نه پاملرنه ددې سبب شوه، چې طالبان ددې ولایت ځينې دولتي ادارې ونیسي او د فراه ښار ته داخل شي.

خو پوځي شنونکي د فراه ښار ته د جګړې داخلېدل د امنیتي ادارو کمزوری مدیریت بولي.

وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته له څو اړخونو د فراه ولایت په مرکز ډله ییز بریدونه وکړل او د ورځې په جریان کې د ښار منځ ته داخل شول.

ویل کیږي، چې جګړه د فراه ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ پورې ورسیده او د والي په شمول دولتي چارواکي د فراه له ښار څخه ووتل.

امنیتي ادارې فراه ولایت ته د مرستندویه ځواکونو د رسیدو خبره کوي او وایي، چې ډېر ژر به د فراه وضعیت تغیر وکړي، خو د ملي شورا غړي وایي، چې د ورځې تر ناوخته دغه ولایت ته کومکي ځواکونه نه و رسیدلي او جګړه د ښار تر مهمو سیمو ورسیده.

د فراه وکیلان حکومت دې ولایت ته په نه پاملرنې تورنوي.

د نښتې پرمهال د ښار ډیری سیمې کلابندې وې او خبریالان ونه توانېدل چې له سیمې څخه اطلاع رسونه وکړي.

همدا شان د دې پېښې له امله تر دامهاله د تلفاتو دقیق شمېر نه دی روښانه شوی او دواړه لوري یو بل ته د درندو تلفاتو اړولو ادعا کوي.

ویل کیږي پر فراه ولایت د وسلوالو طالبانو له برید وړاندې امنیتي مسولانو ته خبر ورکړل شوی وو،خو د دې برید د مخنیوي لپاره پر وخت اقدام ترسره نه شو.

هغه موضوع  چې ملي دفاع وزارت یې هم تاییدوي، خو وایي چې دغه برید د سیمې د استخباراتو په همکارۍ د وسلوالو  دپسرلنیو عملیاتو دلاسته راونې په توګه په لاره اچول شوی دی.

فراه له څو کلونو راپه دې خوا تر سخت امنیتي ګواښ لاندې وه او په تازه ګۍ وسلوالو طالبانو د دې ولایت پر بالابلوک او څو نورو ولسوالیو بریدونه ترسره کړل.

د فراه ولایت  استازي وایي، د وسلوالو د بریدونو احتمالي ګواښ ته د حکومت د نه پاملرنې له امله طالبان د فراه مرکز ته داخل شوي

خو پوځي شنونکي د فراه مرکز ته د جګړې داخلېدل د امنیتي بنسټونو د ضعیف مدیریت پایله بولي.

پر فراه ولایت د طالبانو برید په داسې حال کې دی، چې د شنونکو په باور، دغسې بریدونه امریکا ته دا فرصت هم ورکولی شي، چې له ایران سره په پوله دغه پراته ولایت کې پوځي اډه پرانیزي او ایران له دې اړخه وننګوي.