يكشنبه, 28 زمری 1397 -
اجرایه رییس وايي، کابل ښار د پاکو اوبو له جدي کمښت سره مخ دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

سه شنبه, 25 غويی

عبد الله عبد الله چې د اوبو د مدیریت په تړاو یې یوې غونډې ته خبرې کولې وایې، په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه په کافي توګه ناپاکې شوې او لدغو اوبو په سمه توګه استفاده نه کیږي.

د اوبو او انرژۍ وزیر بیا وايي، چې د اوبو مدیریت ته په اوسنیو شرایطو کې جدي اړتیا ده او باید په ملي مسالیو کې اولویت ورکړل شي.

په کابل ښار کې د کانالیزاسیون منظم سیستم نشتوالی او د غیر معیاري سپټیک څاګانو د کابل ښار د څښاک اوبو ته زیان رسولی او ډیری خلک له همدغو غیر صحي اوبو ګټه اخلي.

دلته د اوبو په مدیریت کې د ښځو ونډې تر نامه غونډه کې د حکومت اجراییه ریس وايي، چې په کابل ښار کې تر ځمکې لاندې اوبه د ګټې اخیستو وړ نه دي او کابل ښاریان د ناپاکو اوبو له جدي ګواښ سره مخ دي

 

د مسولانو په وینا، ډیری کورنۍ د اوبو مصرفولو ته پام نه کوي او همدا لا امل دی چې د څښاک ډیری اوبه له ګټې اخیستنې پرته ضایع شي.

اجرایه ریس وايي، چې د اوبو مسله د ملي یوالي حکومت په لومړېتوبونو کې ده او یاده موضوع یې په وار وار د وزیرانو شورا په غونډه کې مطرح کړې.

ډاکټر عبدالله عبدالله په داسې حال کې د اوبو په کنفرانس کې د اوبو او انرژۍ له وزیر سره یوځای برخه اخلي، چې څو ورځې وړاندې ولسمشر غني د اوبو او انرژۍ وزارت ناکامه بللی و او ویلي یې و، چې خلک باید په دې اړه تصمیم ونیسي.