چهارشنبه, 04 تله 1397 -
افغان پلاوي په پاکستان کې د ای اس ای له رئیس سره کتلي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

چهارشنبه, 30 غبرګولی

پاکستانۍ رسنۍ د پاکستان د پوځ له قوله وايي، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار په مشرۍ افغان پلاوي د پاکستان د استخباراتي ادارې له رئیس سره خبرې کړې دي.

خو د ملي شورا غړي پاکستان ته د افغان پلاوي سفر بې اغیزې بولي او وایي، چې د امریکا نوې ستراتیژي، چې ویل کیدل پر دې هیواد فشار واردوي تر اوسه یې هیڅ اغیز نه دی کړی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیر ویس برمک او د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی د سې شنبې په ورځ د دویم ځل لپاره اسلام اباد ته ولاړل.

افغان چارواکي پاکستان ته د دغه لوړپوړي امنیتي پلاوي د سفر په تړاو څه نه وايي، خو پاکستانۍ رسنۍ وایي، چې دې پلاوي د پاکستان د استخباراتي ادارې له رئیس سره محرمانه ناستې کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دا سفر د افغانستان او پاکستان د سولې عمل پلان برخه ده او په دې لیدنه کې په همدې تړاو خبرې شوی.

تر اوسه ددې سفر د جزیاتو په تړاو افغان او پاکستانیو چارواکو په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو ویل کیږي، چې دواړه لورو له طالبانو سره د افغان حکومت د اوربند، سولې مذاکراتو او ترهګرۍ ضد مبارزې په تړاو هم خبرې کړي.

د ملي شورا غړي پاکستان ته د افغان پلاوي دغه تکراري سفرونه بې اغیزې بولي او وایي، چې پخوا هم ورته سفرونه ترسره شوي، خو پر وضعیت یې اغیز نه دی کړی او د سولې په برخه کې ګټور نه دي تمام شوي.

وکیلان وایي، د افغانستان او جنوبي اسیا په برخه کې د امریکا د ولسمشر تګلاره، چې ویل کیدل پر پاکستان د فشار واردېدو سبب کیږي، هیڅ نتیجه نه ده ورکړې او دې تګلارې نور هم افغانستان پاکستان ته متکي کړی دی.

پاکستان ته د افغان پلاوي سفر داسې مهال ترسره کیږي، چې تردې مخکې هم افغان او پاکستانیو چارواکو کابل او اسلام اباد ته سفرونه کړي، خو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې اغیزناک نه دي تمام شوي.