يكشنبه, 31 چنګاښ 1397 -
دیني عالمان وایي، د بهرنیانو حضور د سولې پروړاندې ستر خنډ دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

چهارشنبه, 30 غبرګولی

په کابل کې یو شمیر دیني عالمان د ولسمشر غني د وروستي لس ورځني اوربند د ملاتړ تر څنګ له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي او وایي، چې د بهرنیانو حضور په افغانستان کې د سولې پروړاندې خنډ دی.

په ورته مهال دیني عالمان له وسله والو طالبانو غواړي، چې یو میاشتنی اوربند اعلان کړي او دیني عالمان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو منځګړیتوب ته ژمن دي.

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له درې ورځني اوربند وروسته ولسمشر محمد اشرف غني هممهاله لس ورځې نور هم اوربند تمدید کړ او تېره ورځ یې د سولې کاروان غړو ته د وینا پرمهال وویل، که طالبان یې ومني یوکلن اوربند اعلانوي.

دلته په کابل کې دیني عالمان د حکومت له لوري د لسو ورځو لپاره د اوربند له تمدید څخه هرکلی کوي او پر وسله والو طالبانو هم غږ کوي، چې د حکومت په څېر اوربند وکړي.

دیني عالمانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د سولې پر وړاندې لوی خنډ بولي او له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.

دیني عالمان د حکومت او طالبانو ترمنځ د اختر په ورځو کې درې ورځني اوربند ته په اشارې وايي، چې یاد اوربند ثابته کړه، چې افغانان نور له جګړو ستړي شوي او د سولې غوښتونکي دي.

په ورته مهال دیني عالمان له هلمند څخه تر کابل پورې د سولې کاروان له حرکت څخه ستاینه کوي او دا دسولې ټینګښت لپاره یو اغیزناک اقدام بولي.

دیني عالمان وایې، د دولت او وسله والو ترمنځ د سولې خبرو کې منځګړیتوب ته ژمن دي او له وسله والو طالبانو غواړي، څو د افغان حکومت لس ورځني اوربند ته لبیک ووايي.

دوی وایي، که طالبان اوربند تمدید کړي، دوی حاضر دي د سولې مذاکراتو ته لار پرانیزي.

دیني عالمان داسې مهال په افغانستان کې د بهرنیانو حضور د سولې پروړاندې ستر خنډ بولي او د حکومت او وسله والو ترمنځ د اوربند مودې پر غځولو ټینګار کوي، چې ولسمشر غني تېره ورځ د سولې کاروان له غړو سره په کتنه کې پر طالبانو غږ وکړ، چې د بهرنیو ځواکونو په شمول په ټولو ګزینو د بحث لپاره ورته چمتو دی او که طالبان یې ومني حکومت یوکلن اوربند اعلانوي.