يكشنبه, 31 چنګاښ 1397 -
په سعودي کې د دیني عالمانو غونډه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

سه شنبه, 19 چنګاښ

په سعودي عربستان کې د افغان سولې په تړاو ددیني عالمانو ناسته جوړه شوه.

په دې غونډه کې، چې د نړۍ او افغانستان ګڼو دیني عالمانو ګډون کړی و د افغانستان د علماوو هیئت دې غونډې ته په افغانستان کې د روانې جګړې او له طالبانو سره د اوربند او مذاکراتو په تړاو خپل اته ماده ییز وړاندیزونه وړاندې کړل.

افغان دیني عالمانو په دې غونډه کې له سعودي حکومت وغوښتل، چې له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو زمینه برابره کړي.

د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان کنفرانس د اسلامي نړۍ او افغان دیني عالمانو په ګډون په جده کې ترسره شو.

ددې کنفرانس په لومړۍ ورځ افغان دیني عالمانو د افغانستان د سولې او روانې جګړې په اړه خپل اته وړاندیزونه د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.

په دې وړاندیزونو کې

د اوربند پلي کېدل او مستقیمې خبرې اترې

له طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی ټاکل

د افغان سولې لپاره د اسلامي هېوادونو کنفرانس غونډې راغوښتل

د سعودي پاچا له خوا حرمینو ته د مذاکراتو په خاطر د طالبانو بلل

د اسلامي نړۍ د علماوو ځانګړې غونډې رابلل

د افغان جګړې په اړه د یاد کنفرانس او علماوو واضح دریځ

د اسلامي نړۍ په کچه د تشدد، انفجار او انتحار په اړه دریځ نیول

او ددې غونډې له خوا د افغان علماوو د فتوا ملاتړ

شامل دي.

په دې کنفرانس کې د افغانستان د علماوو شورا غړو په نوبت سره خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د روانې جګړې د پای ته رسولو په برخه کې له نړیوالو دیني عالمانو د مرستې غوښتنه وکړه.

په غونډه کې د یوشمېر نورو دیني عالمانو ترڅنګ د کعبې امام په افغانستان روانه جګړه فتنه بللې او د ژر تر ژره پای ته رسولو غوښتنه یې کړې.

خو وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په سعودي عربستان کې د دیني عالمانو نړیوال کنفرانس ته په غبرګون کې ویلي، چې له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي خو له دیني عالمانو یې دا تمه نه درلوده، چې د امریکا په خوښه په دې ناسته کې ګډون وکړي.

طالبانو ویلي، چې هېڅوک حق نه لري دوی د تروریستانو او باغیانو په نوم یاد کړي .

ټاکل شوې ددې ناستې دویمه برخه د چهارشنبې په ورځ ترسره شي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې په تړاو به نهايي پریکړه پکې اعلان شي.