يكشنبه, 31 چنګاښ 1397 -
په ۲۰ ولایتونو کې نوملیکنه ۷ ورځې نوره هم وغځېده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

چهارشنبه, 20 چنګاښ

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ۲۰ ولایتونو کې د نوم لیکنې بهیر تمدید کړ.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې په ډیری دغو ولایتونو کې د نوم لیکنې بهیر په ځنډ پیل شوی و او په دې موده کې ټولو خلکو خپل نومونه نه وو ثبت کړي، چې د همدې مسئلې لپاره دغه بهیر د چنګاښ له شلمې تر ۲۷ مې تمدید شوی دی.

په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون له رسنیو د نظارت کمېټه هم رامنځ ته کړه، چې انتخاباتي سرغړونې به څېړي.

که څه هم د ملي شورا غړي او پر انتخاباتو څارونکې ادارې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه کمه بولي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوم لیکونکو شمېر شاوخوا نهه میلیونه ښيي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د ځینو ستونزو او د خلکو د شکایتونو له امله یې په شلو ولایتونو کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر د اوو نورو ورځو لپاره تمدید کړ.

مسئولان وایي، چې دا موده د هغو کسانو لپاره، چې نومونه یې نه دي ثبت کړي کافي وخت دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې ډير ژر به امنیتي ځواکونو او محابسو ته هم د رایه ورکوونکو لپاره د نوملیکنې  پروسه شروع کړي، څو په ټاکنو کې ټول ګډون وکړي.

بل پلو په داسې حال کې، چې تر اوسه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ریاست برخلیک نه دی روښانه مسئولان وایي، چې په راتلونکې اونۍ کې به د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا ریاست ته نوی کس معرفي شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چهارشنبې په ورځ د ټاکنو کمیسیون لپاره د رسنیو یوه کمېټه جوړه کړه، چې ددې کمېټې غړي اعلان شول.

ددې کمېټې مسئولان وایي، چې دا کمېټه به د ټاکنو پر مهال له رسنیو څخه نظارت کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون داسې مهال د راتلونکو انتخاباتو لپاره په ځینو ولایتونو کې د نوم لیکنې بهیر غځوي، چې د ملي شورا غړو په وینا د افغانستان په اکثریت ولایتونو کې ډېر خلک په انتخاباتو کې له ګډون محروم دي او تر اوسه کمو کسانو د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې.