سه شنبه, 03 تله 1397 -
وکیلان: د کابل ښاروال به څارنوالۍ ته معرفي شي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

چهارشنبه, 20 چنګاښ

د ولسي جرګې د مرکزی تفتیش کمیسیون وایي، د کابل ښاروال به د غیرقانوني کړنو له امله څارنوالۍ ته معرفي شي.

ددې کمیسیون غړي وایي، د کابل په دشت برچي سیمه کې یوسړک چې له امله یې ۲۵۰ د استوګنې کورونه تخریبیږي د ښاري ماستر پلان خلاف کار دی او د کابل ښاروال ددې پروژې د عملي کېدو له امله په غیرقانوني ډول پیسې اخیستې.

هڅه مو وکړه، په دې تړاو د کابل ښاروالۍ نظر هم ترلاسه کړو، خو هغوی په دې تړاو له خبرو کولو ډډه وکړه.

د ولسي جرګې د مرکزي تفتیش کمیسیون وایي، د کابل د دشت برچي سیمې د خلکو داسې اسناد او ادعاوې په اختیار کې لري، چې کابل ښاروالۍ د ماستر پلان او قانون خلاف په دې سیمه کې د یوه سړک د جوړولو پلان لري.

دا کمیسیون وایي، چې که دا پروژه عملي شي ښايي ۲۰۵ بابه د استوګنې کورونه له منځه ولاړ شي او په بدل کې یې هیڅ هم نه ورکول کیږي.

د ولسي جرګې د کورني تفتیش کمیسیون وایي، له یوې خوا کابل ښاروالي په دې تړاو خبرې نه کوي او له بل لوري ددې کمیسیون ناستو ته نه حاضریږي.

د کورني تفتیش کمیسیون وایي، د کابل ښاروالۍ د ناقانونه کړنو او د ملي شورا د کمیسیونونو ناستو ته د کابل ښار د نه حضور له امله به نوموړی څارنوالۍ ته معرفي شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې د مرکزي تفتیش کمیسیون وایي، د کابل د دشت برچي اوسیدونکي ددې پروژې په برخه کې د فساد په تړاو اسناد هم په اختیار کې لري.

ومو غوښتل په دې تړاو د کابل ښاروالۍ نظر هم ولرو، خو له مکررو هڅو او اړیکو سره سره مسئولان خبرو کولو ته حاضر نه شول.