چهارشنبه, 04 تله 1397 -
د ننګرهار د پوهنې پر ښاري مدیریت برید پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

چهارشنبه, 20 چنګاښ

چارواکي وايي، په برید کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي

په ننګرهار ولایت کې د پوهنې پر ښاري مدیریت وسله وال برید کې ۱۱ تنه ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، چې داعش جنګیالیو د چهارشنبې په ورځ د جلال اباد ښار د پوهنې ریاست پر ښاري مدیریت لومړی دوه چاودنې وکړې او وروسته یې له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه، چې له امله یې ددې ریاست د ښاري مدیر په شمول ۱۱ تنه ووژل شول.

عیني شاهدان وایي، وسله والو پر ښاري مدیریت تر برید وروسته د څو ساعتونو لپاره له امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړه.

په ننګرهار کې د ملي امنیت پرکارکوونکو د سې شنبې ورځې تر برید یوه ورځ وروسته وسله والو د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار د پوهنې ریاست پر ښاري مدیریت وسله وال برید وکړ او وسله وال د څو ساعتونو لپاره له امنیتي ځواکونو سره په نښته واوښتل.

د پېښې عیني شاهدان وایي، چې وسله والو لومړی د ښاري مدیریت مخې ته دوه درنې چاودنې وکړې او تر چاودنو وروسته د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ د څو ساعتونو لپاره نښتو دوام وکړ او په ښاري مدیریت کې یوشمېر کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ ګڼ کسان ایسار پاتې شول.

د ننګرهار ځايي چارواکی وايي، چې برید د داعش جنګیالیو له لوري شوی او هدف یې د ښاري مدیریت د ټولو کارکوونکو له منځه وړل و.

مسئولان وایي، چې د پوهنې ریاست پر ښاري مدیریت د وسله والو برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست پر ښاري مدیریت د داعش جنګیالیو دغه برید داسې مهال ترسره کیږي، چې تر دې مخکې داعش جنګیالیو په ننګرهار کې د ټولو ښوونځیو د تړلو خبرداری ورکړی و.