چهارشنبه, 04 تله 1397 -
همایون: هیواد ته د دوستم د راتګ مخنیوی غیرقانوني دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

چهارشنبه, 20 چنګاښ

د ولسي جرګې لومړی مرستیال وایي، افغانستان ته د جنرال دوستم د راتګ پروړاندې د خنډونو ایجادول غیر قانوني کار دی.

همایون همایون وايي، چې له افغانستان نه بهر د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم ساتل غیر قانوني کار دی او هیڅوک نشي کولی هیواد ته د هغه د راتګ مخه ونیسي.

په ورته مهال د ولسي جرګې یوشمېر نور غړي د سولې په تړاو د سعودي غونډه او ورته نورې غونډې نمایشي بولي او وایي، تر هغه، چې د وسله والو د ملاتړ پر سرچینو فشار وارد نشي سوله نه راځي.

د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې له طالبانو سره د سولې خبرې، د ځینو ولایتونو امنیتي وضعیت خرابوالی او هیواد ته د جنرال دوستم د راتګ پر مسئلو را څرخېده.

سره له دې، چې د افغاسنتان په شمال کې د جنرال دوستم پلویان هره ورځ هیواد ته د جنرال دوستم د راتګ غوښتنه کوي د ولسي جرګې لومړی مرستیال هم وایي، چې جنرال دوستم دې له کوم قید و شرط پرته هیواد ته راشي.

همایون همایون وایي، چې هیواد ته د جنرال دوستم د راتګ پروړاندې د خنډونو ایجادول غیرقانوني کار دی او هیڅوک یې د راتګ مخه باید ونه نیسي.

د ولسي جرګې په ازاد بحث کې همداراز ځینو نورو وکیلانو په سعودي عربستان کې د طالبانو له حضور پرته د ناستو رابلل بې اغیزې بولي او وايي، چې عربستان دې د سیمي په هغو هیوادونو مالي مرستې بندې کړي چې جګړه یې ګرمه ساتلې.

خو د جرګې ځیني نور غړي دغه ډول غونډې پروژه یې بولي او وايي چې دا ډول هڅې نه شي کولی د افغانستان په سوله کې کومه مثبته اغیزه وکړي.

په ورته مهال د ولسي جرګې غړي په ځینو ولایتونو کې د نا امنیو له زیاتوالي اندېښنه ښيي او وايي چې په ځینو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی او ډیری ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي چې په اړه یې باید جدي اقدام وشي.

د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې یوځل بیا د افغانستان په شمال کې د وروستیو لاریونونو په تړاو څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ، څو ددغو لاریونوالو او هلته د اوښتو تلفاتو د ادعاوو د څېړنو لپاره دې یو هئیت واستول شي.