يكشنبه, 31 چنګاښ 1397 -
لاریونوال د ولسمشر غني د استعفا غوښتنه کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

چهارشنبه, 20 چنګاښ

د افغانستان په شمال کې د نظام الدین قیصاري د پلویانو اعتراضونه نهمې ورځې ته وغځېدل.

د چهارشنبې په ورځ په جوزجان اوفاریاب ولایتونو کې لسګونه لاریون کوونکي عمومي سړکونو ته راوتل او د ولسمشر د استعفا غوښتنه یې کوله او یوشمېر نورو لاریون کونکو د کابل ـ مزار لویه لاره په سالنګ کې د څو ساعتونو لپاره د ترافیکو پرمخ وتړله.

که څه هم لاریون کونکي له بنده د نظام الدین قیصاري د خوشي کېدو غوښتنه کوي، خو ویل کیږي حکومت په شمال کې له پیل شویو لاریونو څخه په استفادې غواړي افغانستان ته د جنرال دوستم راتګ ته زمینه سازي وکړي.

د افغانستان په شمال کې د ولسي پاڅون کونکو په برخه کې د جنرال دوستم د ځانګړي استازي نظام الدین قیصاري له نیول کېدو وروسته پیل شوي لاریونه ورځ تربلې پراخیږي.

د چهارشنبې په ورځ په فاریاب او جوزجان ولایت کې لسګونه لاریون کونکي د نهمې ورځې لپاره عمومي سړکونو ته راوتلي وو او د نظام الدین قیصاري د ازادېدو، هیواد ته د جنرال دوستم د راتلو او د ولسمشر د استعفا غوښتنه یې کوله.

معترضین وایي، ملي یوالي حکومت په لوی لاس د قومونو ترمنځ تقابل رامنځ ته کړی او خبرداری یې ورکړ چې که حکومت یې غوښتنې ونه مني، نو نړیوالو ادارو ته به مراجعه وکړي.

د جوزجان ولایت لاریون کونکو د یوه پریکړه لیک په صادرولو سر حکومت ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې.

خو یوشمېر شنونکي په شمال کې د نظام الدین قیصاري د پلویانو پیل شویو اعتراضونو ته له بل اړخه ګوري او وایي حکومت له دغو لاریونو څخه په استفادې غواړي د راتلونکو ټاکنو په درشل کې هیواد ته د جنرال دوستم راتګ ته زمینه سازی وکړي.

تیره ورځ د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په ترکیه کې له جنرال دوستم سره کتلي او هیواد ته یې د نوموړي راتګ مهم بللی.

که څه هم افغان حکومت وایي،په شمال کې د راپورته شویو لانجو د حل لپاره یې فاریاب ولایت ته باصلاحیته پلاوی استولی، خو داسې ښکاري چې حکومت له بیل شویو لاریونو څخه د خپل ځان په ګټه کار اخلي.