چهارشنبه, 04 تله 1397 -
په هرات کې د بې ځایه شویو ناسم وضعیت پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

شنبه, 27 زمری

هرات ولایت ته له یوشمېر نورو ولایتونو بې ځایه شوې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.

دوی، چې د هرات ولایت په شیدایي ښار ګوټي کې میشت شوي وایي، چې اوس مهال د خوراکي توکو، صحي خدماتو له نشتوالي او د اوبو له کمښت سره مخ دي.

دوی همداراز شکایت کوي، چې په دې ښار ګوټي کې ترمیشتېدو وروسته د زورواکو له خوا ځورول شوي، خو د هرات والي ویاند د دغو بې ځایه شویو ستونزو د حل خبره کوي.

په هرات ولایت کې دغه بې ځایه شوې کورنۍ، د خوراکي توکو، صحي خدماتو له نشتوالي او د اوبو له کمښت څخه سرټکوي.

دا د هرات ولایت په شیداني ښار ګوټي د هغو بې ځایه شویو کورنیو ناسم وضعیت دی، چې د خوراکي توکو، صحي خدماتو نشتوالي او د اوبو له کمښت سره مخ دي.

دوی وایي سره له دې، چې دوی د وچکالۍ له امله بې ځایه شوي، خو دلته هم د خوراک څښاک او نورو لومړنیو توکو ته لاسرسی نه لري.

دوی له حکومت څخه دغو ستونزو ته د عاجلې رسیده ګۍ غوښتنه کوي.

دا بې ځایه شوي همداراز له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د امنیت د ټینګښت لپاره یې جدي اقدامات وکړي.

دوی وايي، چې دلته له میشتېدو وروسته د یوشمېر زورواکو له لوري ځورول شوي او خیمې یې ور څېرې کړې دي.

په همدې حال کې د هرات والي ویاند وایي، چې دلته د بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیده ګۍ لپاره هڅې کیږي او له دوی سره د زورواکو د ناوړه چلند په تړاو به هم قانون پلی شي.

په همدې حال کې په هرات ولایت کې د چارو شنونکي وايي، چې حکومت باید د اوبو ستونزې د کمښت لپاره جدي اقدامات وکړي.

دوی وایي، چې له محلي ادارې سربیره حکومت هم مکلف دی، څو د بې ځایه شویو ستونزو ته رسیده ګي وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې روان کال د وچکالۍ له کبله د بادغیس، غور فاریاب او یو شمېر نورو ولایتونو څخه خلک د خپلو اصلي سیمو څخه کډه شوي او ډېری يي د هرات ولایت په شیدايي ښارګوټي کې استوګن شوي دي.