سه شنبه, 01 لړم 1397 -
په میدان وردګو او کاپیسا کې هوايي بریدونو ۳۰ ملکيان وژلي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

دوشنبه, 02 تله

ګډو ځواکونو په کاپیسا کې ۱۸ او په میدان وردګو کې ۱۲ ملکي کسان وژلي دي.

افغان او بهرنیو ځواکونو د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د مسیح الله په نوم د یوه ملکي کس په کور بمبار کړی، چې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۲ تنه وژل شوي دي.

په ورته مهال دغو ځواکونو د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې هم د امرالله په نوم د یوه بل ملکي کس په کور عملیات کړي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۸ ملکي کسان وژل شوي دي.

د څلورمې پلې لوا قوماندان وایي، چې د میدان وردګو په پېښه کې وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی یو زندان مات شوی دی، خو ملي دفاع وزارت وایي، چې د جغتو او تګاب پېښو په تړاو څېړنې کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ګډو ځواکونو له لوري د ملکي خلکو وژل کېدل غندلي دي.

په ننګرهار، لغمان، پکتیا او ګڼو نورو ولایتونو کې پر ملکي اهدافو د افغان او بهرنیو ځواکونو تر ځمکنیو او هوايي عملیاتو وروسته تازه افغان او بهرنیو ځواکونو په میدان وردګو او کاپیسا ولایتونو کې عملیات کړي، چې ۳۰ تنه ملکي کسان یې وژلي دي.

افغان او بهرنیو ځواکونو د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې له تېرو دوو ورځو راهیسې عملیات کړي، چې تېره شپه دغو ځواکونو د مسیح الله په نوم د یوه ملکي کس پر کور هوايي برید کړی او د ښځو او ماشومانو په شمول یې ۱۲ تنه وژلي دي.

په ورته مهال ګډو ځواکونو د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ بدراب  کلي کې هم د وسله والو طالبانو پر ځای د امر الله په نوم د یوه ملکي کس کور په نښه کړی چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۸ کسان وژل شوي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان دغه بریدونه غندي او وايي، چې د ګډو ځواکونو عملیاتو کې تر ډېره ملکيان وژل کیږي، خو حکومت او نورو اړوندې نړیوالې ادارې یې پر وړاندې خاموشه دي.

 

د ملي شورا غړي هم وایي، چې د میدان وردګو، کاپیسا او ننګرهار په شمول دغه عملیات، چې پکې ملکي خلک وژل کیږي یا په خپله بهرني ځواکونه پکې ښکیل دي او یاهم د دوی په دستور ترسره کیږي او حکومت باید ددې عملیاتو مخه ونیسي او خلکو ته یې په تړاو وضاحت ورکړي.

خو د څلورمې پلې لوا قوماندان وايي، چې د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال طالبان هم وژل شوي او د هغوی یو زندان مات شوی دی.

د ملي دفاع وزارت مسئولان وایي، چې وسله وال د خلکو له کورونو د سپر په توګه کار اخلي خو دفاع وزارت د میدان وردګو او کاپیسا پېښو په تړاو څېړنې پيل کړي.

په میدان وردګو او کاپیسا ولایتونو کې پر ملکي وګړو بمباري چې له امله یې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري غندل شوې او د تروریزم پروړاندې د مبارزې په نامه د بې ګناه ملکي خلکو وژل کېدل د بشر ضد جنایت بلل شوی دی.