سه شنبه, 01 لړم 1397 -
وکیلان: ضعیف مدیریت او فساد د تلفاتو د لوړېدو علت دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

دوشنبه, 02 تله

په امنیتی او دفاعي ادارو کې پراخ مالي فساد او د چارواکو ضعیف مدیریت د دې لامل شوی، چې د افغان ځواکونو تلفات څو چنده لوړ شي.

د ملي شورا غړي وایي، د ملي یوالي حکومت له تشکیل وروسته امنیتی ادارې په لوی لاس په سیاسي هغو بدلې شوې او د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېدونکو سرتیرو ته پر وخت مرسته نه رسیږي.

د یکشنبې په ورځ د ملي دفاع وزیر د مشرانو جرګې استجوابیه ناستې ته د خبرو پرمهال ومنله چې یوازې په یوه میاشت کې د ملي اردو ۵ سوه سرتیري وژل شوي او ۷ سوو زیات ټپیان شوي

د افغان ځواکونو او وسلوالو مخالفینو ترمنځ د جګړې له شدت سره همهاله سږ کال د افغان پوځ د مرګ ژوبلې شمیر په بې ساري ډول لوړ شوی او د معلوماتو له مخې د پوځ لیکو ته د تازه جذبېدونکو سرتیرو شمیرهم په نشت حساب دی.

که څه هم افغان امنیتي ادارې په جګړه کې د وژل کېدونکو او ټپي سرتیرو دقیق ارقام نه په ډاګه کوي، خو تیره ورځ ملي دفاع وزیر د مشرانو جرګې په استجوابیه ناسته کې ومنله چې یوازې په یوه میاشت کې شاوخوا زر سرتیري وژل شوي اوټپیان دي.

خو روان کال د افغان ځواکونو د تلفاتو د لوړېدو اصلي لامل څه دی؟

د ملي شورا غړی وایي، د امنیتي او دفاعي ادارو د مسولانو ضعیف مدیریت او پراخ مالي فساد د دې لامل شوی، چې په وروستیو کلونو کې د پوځ تلفات څو چنده لوړ شي.

د جرګې غړي وایي، د ملي یوالي حکومت له تشکیل وروسته امنیتي ادارې په لوی لاس سیاسي شوې او د فساد له امله د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېدونکو سرتیرو ته پر وخت اکمالات نه کیږي.

شنونکي د افغان پوځیانو د مرګ ژوبلې بل علت د جګړې لپاره د یوې روښانه ستراتیژۍ نشتوالی بولي او په باور یې د پوځ په لیکو کې د خیالي سرتیرو موجودیت هم د دې چارې لامل شوی دی.