سه شنبه, 01 لړم 1397 -
وکیلان: په سرپل کې بانفوذه احزابو ته وسلې ویشل شوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

دوشنبه, 02 تله

د ولسي جرګې یوشمیر غړي وايي، په هیواد کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی.

وکیلان وایي، د  مرکز کابل په شمول په ګڼو ولایتونو کې هدفي وژنې او چادونې  زیاتې شوي او له اړوند چارواکو غواړي چې د یاد وضعیت بهبود په هدف منظمه تګلاره جوړه کړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یوشمېر غړي وایي، چې په سرپل ولایت کې بانفوذه احزاب د محلي ځواک په نامه په وسلو سمبال شوي، چې دې کار د سرپل په امنیتي وضعیت منفي اغیز کړی.

د ولسي جرګې غړي په هیواد کې له روان امنیتي وضعیت څخه ناراضه دي او وایي، چې که اړوند چارواکي امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه ونه کړي نو ستره فاجعه به رامنځته شي.

د ولسي جرګې د دوشنبې ورځ ازاد بحث هم په امنیتي وضعیت وو او وکیلانو وویل، چې د کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې هدفې وژنې، چاودنې او د مخالفینو لخوا بریدونه زیات شوي خو افغان حکومت یې بیا پر وړاندې بې تفاوتي غوره کړې ده، د دوی په وینا اړوند چارواکي دې  له موجوده وضعیت څخه د وتللو په هدفه  یوه منظمه تګلاره جوړه کړي.

په دې غونډه کې په ولسي جرګه کې د سرپل استازي وایي، چې له تېرې څه مودې راهیسې په دې ولایت کې د محلي ځواک په نامه یوشمېر احزابو ته وسلې ویشل شوي.

وکیلان وایي، چې دې کار د سرپل ولایت پر امنیتي وضعیت هم بده اغیزه کړې.

په ورته مهال د ولسي جرګې رئيس هم په ورته نظر وایي، چې وسله وال مخالفین پلان لري ترڅو راتلونکې ټاکنې ناامنه کړي نو ځکه باید افغان امنیتي او دفاع ځواکونه باید د خلکو او دراتلونکو ټاکنو امنیتی په تړاو بې تفاوته پاتې نشی.

وکیلانو همدارنګه په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د بایومتریک سېستم له استفادې څخه هم حمایت کوي او په ‎کمیسیون غږ کوي چې په یاده پروسه کې باید مسولانه عمل وکړی.

بلخوا د ولسی د دوشنبې ورځې عمومي غونډې ته د وچکالۍ او د اوبو کمښت  سربیره ‎ د افغانیو پروړاندې د ډالرو بیې لوړېدو په هدف د کرنې وزیر او د افغانستان بانګ رییس استجواب شوي وو.

د کرنې وزیر وایي، هم د وچکالي او د اوبو کمښت له زیاته اندېښمن دی خو د کافي بودیجه نه موجودیت بیا هغه څه یادوي چې له دغه افات سره په  مبارزه پاتې راغلي.

بلخوا د افغانستان بانګ عمومي رئيس بیا وایي، چې ډالر یوازې د افغانیو پروړاندې ندي لوړی شوي بلکې ډالر په نړوال بازار کې لوړ دی.