سه شنبه, 01 لړم 1397 -
طالبانو له پاکستاني عالمانو غوښتي، چې دې غونډه کې ګډون ونه کړي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

دوشنبه, 02 تله

طالبانو له پاکستانيو عالمانو غوښتي، چې د افغانستان پاکستان غونډه کې ګډون ونه کړي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز لیکلي افغان طالبانو یو شمیر پاکستانيو دیني عالمانو ته لیکونه استولي او له هغوی یې غوښتي چې د افغانستان او پاکستان راتلونکې ګډه غونډه کې برخه وانخلي.

ورځپاڼه لیکي د طالبانو په دې لیک کې ویل شوي که امریکایان په افغانستان کې پاتې شي نو پاکستان، هند، منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو ته به ستونزې زیاتې کړي.

د دواړو هېوادونو د دیني عالمانو ګډه غونډه د افغان حکومت یوه بنسټیزه غوښتنه ده چې ویل کیږي کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د سفر پرمهال پرې هوکړه شوې ده او په پام کې ده چې اسلام اباد به یې کوربه وي.