جمعه, 25 لړم 1397 -
مسکو ناسته کې د سولې عالي شورا څلور کسیز هیئت ګډون کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

دوشنبه, 14 لړم

د مسکو ناسته کې د سولې عالي شورا څلور کسیز هیئت ګډون کوي.

د سولې عالي شورا وایي، د مسکو ناستې لپاره د سولې عالي شورا د مرستیال حاجي دین محمد په مشرۍ یو څلور کسیز پلاوی ټاکل شوی، چې حبیبه سرابي، عطاالرحمن سلیم او مولوي عبدالخبیر اوچقون پکې غړیتوب لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په دې ناسته کې ګډون نه کوي.

په ورته مهال د ملي شورا غړي په دې ناسته کې د افغان حکومت استازو د نه ګډون په تړاو اندېښنه ښيي او وایي، چې په دې ناسته کې باید د یوه مستقل هیواد په توګه د حکومت استازو هم ګډون کړی وای.

په مسکو کې د افغان سولې په تړاو ناسته، چې ټاکل شوې د روانې میاشتې په ۹مه نېټه جوړه شي د سولې عالي شورا یو هیئت به پکې ګډون وکړي.

د سولې عالي شورا وایي، چې په دې ناسته کې به د افغانستان د دولت په استازیتوب د عزیز الله دین محمد په مشرۍ د سولې عالي شورا یو څلور کسیز هیئت برخه اخلي، چې ددې شورا مرستیالان حبیبه سرابي، مولوی عبدالخبیر اوچقون او عطاالرحمن سلیم پکې شامل دي.

د سولې عالي شورا وایي، چې دغه څلور کسیز پلاوی به د افغان دولت په استازیتوب په دې ناسته کې له طالبانو سره پر مهمو مسایلو مخامخ خبرې وکړي.

داسې ویل کیږي چې حکومت په دې ناسته کې ګډون نه کاوه او روسیې د مسکو ناستې لپاره مستقلو افغان سیاستوالو ته بلنه ورکوله، خو حکومت ددې چارې د مخنیوي لپاره د سولې عالي شورا هیئت وټاکه.

یو شمېر سرچینې وايي، چې متحده ایالاتو او افغان حکومت غوښتل، چې ددې ناستې مشري په ګډه پرمخ یووړل شي، خو طالبانو دا وړاندیز رد کړی، ځکه ددوی په باور دا د حکومت د منلو په معنا و.

د سولې عالي شورا وايي، چې ددې ناستې مشري او مالکیت به د افغانستان په لاس کې وي.

په ورته مهال د ملي شورا غړي د مسکو ناسته کې د امریکا نه ګډون ته په اشارې سره وایي، چې افغان حکومت دې د نورو هېوادونو د مخالفاتو له امله افغانستان د قدرتونو د رقابت په ډ‌ګر نه بدلوي او د سولې خبرو ته دې لومړیتوب ورکړي.

د مسکو په ناسته کې د سولې عالي شورا د څلور کسیز پلاوي ګډون داسې مهال دی، چې ویل کیږي طالبان به په دې ناسته کې د خپلو استازو له لارې پر خپلو شرایطو او وړاندیزونو خبرې کوي.