جمعه, 25 لړم 1397 -
پر ایران د امریکا بندیزونه او پر افغانستان یې تاثیرات پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

دوشنبه, 14 لړم

چخانسوري: ولسمشر غني له الیس ویلز سره په دې اړه غږیدلی دی

پر ایران د امریکا بندیزونه د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغیزې لري.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسئولان وایي، افغانستان دا مهال په چابهار بندر کې ۷۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې، تر ۱۲۰ زیات افغاني شرکتونه هلته فعالیت لري او افغانستان هرکال له ایران څخه د یو اعشاریه درې میلیارده ډالرو په ارزښت واردات لري، چې د دوی په وینا دغه تحریمونه به د چابهار بندر هم اغیزمن او افغانستان به له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ کړي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس ویلز سره په دې تړاو غږیدلی او د خبرو نتایج یې د افغانستان او سیمې لپاره ښه پیغام لري.

پر ایران د امریکا له لوري اقتصادي بندیزونه، چې د دوشنبې له ورځې یې اجرايي کېدل پيل شول، د افغانستان پر اقتصاد یې د ناوړه اغیزو په تړاو اندېښنې موجودې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسئولان وایي، افغان سوداګرو په چابهار بندر کې له ۷۰ میلیون ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې ۱۲۰ افغان شرکتونه هلته فعالیت لري او له ایران څخه د افغانستان واردات ۱ اعشاریه درې میلیارده ډالره دي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال وایي، که له ایران سره دغه سوداګریزه راکړه ورکړه په یوه ځل بنده شي، چابهار بندر وتړل شي د افغانستان اقتصاد او خصوصي سکټور به له سترو زیانونه سرمخ کړي.

په ورته مهال د ولسي جرګې یوشمېر غړي په دې باور دي، چې چابهار بندر د افغانستان اقتصاد لپاره حیاتي ارزښت لري او له دې بندر څخه د افغانستان استفاده دغه هیواد د ګاونډیانو له وابستګۍ خلاصولی شي.

په همدې حال کې ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس ویلز سره پر ایران د امریکا د بندیزیونو او له امله یې پر افغانستان او چابهار بندر د تاثیراتو په تړاو غږیدلی دی.

د ولسمشر ویاند وایي، چې ددې لیدنې پایلې د افغانستان او سیمې اقتصاد ته ښه زیری لري.

خو د صنعت او تجارت وزارت وایي، چې افغانستان نورې بدیلې لارې لري، له یوشمېر هیوادونو سره د ۱۴ اقتصادي کمیسیونونو عضویت ترلاسه کړی دی، چې د چابهار بندر تړل کېدل د افغانستان پر اقتصاد بده اغیزه نه شي کولی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اټومي وسلو د استفادې او په سیمه کې له ترورستي ډلو د ملاتړ له امله پر ایران د بندیزونو د اجرايي کېدو فرمان صادر کړ او خبرداری یې ورکړ، چې هغه هیوادونه له امریکا سره راکړه ورکړه نشي کولی، چې له ایران سره سوداګریزې اړیکې لري.