جمعه, 25 لړم 1397 -
د انوارالحق احدي په مشرۍ نوې ملي جبهه له ملي ائتلاف څخه ووته پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

سه شنبه, 15 لړم

د انوارالحق احدي په مشرۍ نوې ملي جبهې له لوی ملي ائتلاف سره پریکون وکړ.

د نوې ملي جبهې غړو د یوې خبري غونډه پرمهال د افغانستان له لوی ملي ائتلاف څخه د دې جبهې جلا کېدو علت په ائتلاف کې د ناسمو طرحو نه موجودیت، د صدراتي نظام پرسر بحث او د اجرائیه ریاست جوړښت د دوام پر سر اختلاف ښيي.

نوې ملي جبهه وایي، چې د لوی ملي ائتلاف له لوري دا ډول طرحې د افغانستان راتلونکي لپاره خطرناکې دي او له همدې امله دوی خپله لار ترې جلا کړه.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف، چې پکې د حکومت اوسنيو او پخوانيو چارواکو په شمول ګڼ سیاستوال را غونډ شوي تازه ترې د انوارالحق په مشرۍ نوې ملي جبهې ورسره پریکون اعلان کړ.

د نوې ملي جبهې غړي وایي، چې د افغانستان له لوی ملي ائتلاف سره یې د یو لړ ملحوظاتو له امله رسمآ خپل پریکون اعلان کړ.

د نوې ملي جبهې مسولین وایي، له ائتلاف څخه د دوی د جلا کېدو علت له هغو طرحو سره مخالفت و، چې د افغانستان او افغانانو په خیر نه دي.

د ملي جبهې غړي وايي، چې د احدي مخالفت د لوی ملي ایتلاف سره په هغه طرحه وو، چې پکې صدارتي نظام ته درې مرستیالان په نظر کې نیول شوي و او په اوسنۍ بڼه د اجرائیه ریاست پُست د دوام خبره پکې شوې وه.

دوی وايي، د ایتلاف غوښتنې د اساسي قانون خلاف وې.

په همدې حال کې د نوې ملي جبهې مسولین وایي، چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د انورالحق احدي نوماندیدل به په مستقلانه توګه وي.

د نوې ملي جبهې رییس انورالحق احدي د افغانستان لوی ملي ایتلاف څخه داسې مهال جلا کیږي، چې تردې د ائتلاف بل کلیدي غړي همایون همایون هم اعلان وکړ، چې له ولسمشر غني سره په مشروط ډول توافق ته رسیدلی دی.