جمعه, 25 لړم 1397 -
د افغانستان ـ چین د لومړني هوایي دهلیز له لارې صادارت پیل شول پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

سه شنبه, 15 لړم

د افغانستان او چین ترمنځ لومړنی هوایي دهیلز رسماً پرانستل شو.

ولسمشر غني، چې په کابل کې د افغانستان ـ چین هوایي دهلیز پرانستنې په مناسبت جوړې شوې ناستې ته خبرې کولې وویل، له دې وروسته به د افغانستان صادارت د نورو هیوادونو پرځای د افغانستان  په ځانګړي مارک او نوم صادریږي.

خو ویل کیږی د ورته هوایي دهلیزونو مالي لګښت د USAID له سب سایډي پیسو ورکول کیږي او د معلوماتو له مخې افغان حکومت له دې درکه ۱۵۰ میلیون ډالره زیان کړی چې دمرستو په قطع کېدو سره به ټول هوایي دهلیزونه بیرته وتړل شي.

له یوشمېر بهرنیو هیوادونو سره د هوایي دهلیزونو د پرانستلو په دوام داځل د افغانستان ـ چین ترمنځ هوایي دهلیز پرانستل شو.

ولسمشر محمد اشرف غنی، چې په همدې مناسبت جوړې شوې ناستې ته خبرې کولې وویل، د هوایی دهلیزونو په پرانستلو سره د افغانستان صادرات څو چنده لوړ شوي او افغان سوداګرو له دې درکه ډیره ګټه ترلاسه کړې ده.

ولسمشر وایي، له دې وروسته به بهر ته د افغانستان ټول صادرات د بهرنیو هیوادونو پرځای د افغانستان په ځانګړي مارک او نوم صادریږی.

چین ته د افغانستان د صادراتي توکو لومړنی جوپه د جلغوزیو او وچې میوې صادراتي توکي دی، چې د چارواکو په وینا کچه به یې نوره هم زیاته شي.

ولسمشر غني وایي، افغان حکومت به لدې وروسته په خپلو طبعي سرچینو پانګونه زیاته او په دې ډول به د افغان سوداګرو او پانګوالو سره مرسته وکړي.

که څه هم ولسمشر محمد اشرف غنی د ورته هوایي دهلیزونو پرانسته د افغانستان د صادراتو لپاره مهم ګام بولي، خو د معلوماتو له مخې د هوایي دهلیزونو د ایجاد مالي لګښت د USID له سب سایډي پیسو ورکول کیږی او افغانستان تر دامهاله له دې درکه ۱۵۰ میلیون ډالره زیان کړی.

شنونکي وایي، د افغانستان او چین ترمنځ د ریل کرښې پر موجودیت د هوایي دهلیز پرانستنه نمایشي ګام دی او حکومت دې د ورته پروژو پرځای د ځمکې له لارې له چین، ازبکستان  او قزاقستان سره شته سوداګریزې ستونزې حل کړي.

ولسمشر غني داسې مهال له چین سره هوایي دهلیز پرانیستی دی، چې شنونکي وایي، په نړۍ کې تر ټولو ګرانه سوداګریزه لار هوايي دهلیزونه دي او دا لاره افغانستان ته هم په لوړه بیه تمامېږي.