جمعه, 25 لړم 1397 -
د سولې د ملي مشورتي بورډ رامنځ ته کېدل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

سه شنبه, 15 لړم

سناتوران: د موازي جوړښتونو رامنځ ته کېدل هیڅ ګټه نه لري

افغان حکومت وايي، د سولې بهیر چټکتیا لپاره د سولې ملي مشورتي بورډ رامنځ ته کوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ټاکل شوې د سولې ملي مشورتي بورډ کې به د افغانستان له ۳۴ ولایتونو د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې، ښځو او پیژندل شویو څیرو استازي ګډون ولري، چې هدف به یې د سولې په برخه کې مشورې ورکول وي.

خو د ملي شورا غړي د حکومت له لوري د سولې ملي شورتي بورډ رامنځ ته کول بې ګټې ګام بولي او وایي، چې افغان حکومت دې د موازي جوړښتونو پرځای د سولې لپاره رېښتیني اقدامات وکړي.

سره له دې، چې د سولې عالي شورا له ملیوني لګښتونو سره سره د پام وړ لاسته راوړنه نه لري او پر کړنو یې انتقادونه ډېر دي، خو تازه حکومت غواړي، څو د سولې بهیر چکټیا لپاره د سولې ملي مشورتي بورډ هم رامنځ ته کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې د سولې هڅو چټکتیا لپاره د افغانستان له ۳۴ ولایتونو د سیاسي ګوندونو استازي، مدني فعالان او مطرح کسان راغوښتل کیږي او په دې ملي مشورتي بورد کې به خپل نظریات شریکوي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د سولې په تړاو د ملي مشورتي بورډ د رامنځ ته کېدو پروړاندې غبرګونونه هم موجود دي.

د مشرانو جرګې غړي وایي، د سولې عالي شورا په موجودیت کې د دا ډول بورډونو او موازي جوړښتونو رامنځ ته کول د سولې په برخه کې اغیزناک نه شي تمامیدلی.

بل پلو په داسې حال کې، چې د مسکو ناستې ترسره کېدو لپاره کمې ورځې پاتې دي او د افغانستان دولت په استازیتوب به یوازې د سولې عالي شورا هیئت ګډون کوي د مشرانو جرګې غړي دغه ناسته د افغانستان لپاره حیاتي بولي او وایي، چې په دې ناسته کې طالبان هم ګډون کوي، نو پکار وه، چې د افغان حکومت استازو هم برخه اخیستې وای.

د حکومت له لوري د سولې په تړاو د ملي مشورتي بورډ پر رامنځ ته کولو نیوکې داسې مهال دي، چې د سولې عالي شورا له تېرو څو کلونو راهیسې له لوړو لګښتونو سره سره په دې برخه کې اغیزناک نقش نه دی لوبولی.