جمعه, 25 لړم 1397 -
حکمتیار: ځیني کړۍ د ولسمشرۍ ټاکنو د بحراني کېدو هڅې کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

سه شنبه, 15 لړم

ګلبدین حکمتیار وايي، له اوو حزبونو سره پر یوه مشخص انتخاباتي ټکټ خبرې کوي، خو که نتیجې ته ونه رسیږي حزب اسلامي به خپلواک نوماند وړاندې کوي.

د حزب اسلامي مشر وايي، چې د ولسي جرګې ټاکنې له درغلیو ډکې وې او د ټاکنو اړوند کمیسیونونه باید له بایومیټریک پرته کارول شوې رایې حساب نه کړي.

نومړی زیاتوي که د ولسي جرګې ټاکنو په تړاو د احزابو غوښتنې ونه منل شي د موقت حکومت پر جوړیدو به غور وکړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، چې ولسي جرګې ټاکنو ته د حزب اسلامي نوماندانو په غونډه کې وینا کوله وايي، چې یاد حزب د ولسي جرګې تیرو ټاکنو ته ۳۰۰ نوماندان وړاندې کړې وو.

ګلبدین حکمتیار د ولسي جرګې تیرې ټاکنې له درغلوی او جعل ډکې بولي او ټینګار کوي، چې په ټاکنو کې له ګڼو ستونزو سره سره بیا هم د یادو ټاکنو پایلو ته په تمه دی.

نوموړی وايي، چې له بایومیټریک پرته د کارول شویو رایو حساب ورته د منلو وړ نه دی او که حکومت د احزابو دې او نورو غوښتنې ته پام ونکړي د موقت حکومت په جوړیدو به غور وکړي.

ګلبدین حکمتیار په شفافه توګه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کیدو هم ټینګار کوي او وايي، چې ځیني ډلې هڅه کوي تر څو د ډیرو نوماندانو په معرفي کولو سره رایې وویشي او ټاکنې بحراني کړي.

حکمیتار وايي، چې دا کار به یو ځل بیا په ولسمشریزو ټاکنو کې د بهرنیانو لاس وهنی ته زمینه برابره کړي.

 

د حزب اسلامي مشر وايي، ولسمشریزو ټاکنو ته د یو مشخص نوماند د ټاکلو په هدف له اوو نورو ګوندونو سره بحث کوي او که نتیجې ته ونه رسیږي د حزب له ادرسه څخه به خپلواک نوماند وړاندې کړي.

د ولسي جرګې ټاکنو په تړاو د حزب اسلامي اندیښنې داسې مهال دي چې تازه د ټاکنو اړوند کمیسیونونو پریکړه کړې چې له بایومیټریک پرته رایې هم په مشروط ډول اعتبار لري.