جمعه, 25 لړم 1397 -
پکتیکا کې پر ملکي وګړو د ګډو ځواکونو عملیات پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

سه شنبه, 15 لړم

ګیاڼوال:  د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ ملکي کسان وژل شوي

د پکتیکا په ګیاڼ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په ملي شورا کې د پکتیکا ولایت استازي وایي، چې ګډو ځواکونو تېره شپه د وسله والو په تور په ملکي وګړو عملیات ترسره کړي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۱ کسان وژلي، ۷ نور یې ټپيان کړي او ۱۱ کسان یې له ځانه سره بیولي دي.

په ورته مهال د ملي شورا غړي د ګډو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو پر وژل کېدو غبرګون ښيي او له حکومت څخه غواړي، څو ژر تر ژره دغه عملیات ودروي.

له ننګرهار، میدان وردګ، کندز، لغمان، کاپیسا او ځینو نورو ولایتونو وروسته په پکتیکا ولایت کې د دویم ځل لپاره د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

په ملي شورا کې د پکتیکا ولایت استازي وایي، چې ګډو ځواکونو د پکتیکا ولایت په ګیاڼ ولسوالۍ کې د شپې له لوري پر ملکي کورونو چاپه اچولې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۱ کسان وژل شوي، اوه تنه ټپیان شوي او ۱۱ نور یې له ځانه سره بیولې دي.

د پکتیکا استازي وایي، د یادو عملیاتو کورډیناټ له خوست او بګرام اډې ورکړل شوي دي.

په ورته مهال د مشرانو جرګې یوشمېر غړي د ګډو ځواکونو له لورې پر ملکي سیمو شپنی عملیات غندي او له افغان حکومت نه غواړي چې ژر ترژره پر ملکي وګړو د شپنیو عملیاتو مخه ونیسي.

په پکتیکا ولایت کې د ګډو ځواکونو له لوري ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تر اوسه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو د څېړنو د پيلولو خبر ورکړی و، خو تر اوسه د یوې پېښې نتایج هم نه دي روښانه شوی.