جمعه, 25 لړم 1397 -
سټولټنبرګ: په افغانستان کې د وضعیت تر بهبود پورې پاتې کیږو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

سه شنبه, 15 لړم

د ناټو عمومي منشي وایي، په افغانستان د وضعیت د بهبود تر وخت پورې به پوځي حضور ته دوام ورکوي.

ینس سټولټنبرګ، چې په کابل کې له ولسمشر غني سره ګډې خبري ناستې ته وینا کوله وویل، چې د افغان ځواکونو د تلفاتو لوړېدل د اندېښنې وړ دي، خو وایي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل وضعیت پورې تړاو لري.

نوموړی وایي، چې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر اقدام څخه هرکلی کوي.

په ورته مهال ولسمشر غني د پاکستان له زندان څخه د ملا برادر ازادیدل یو کوچنی اقدام بولي، خو وایي، چې که نوموړی افغانستان ته راشي حکومت ورته چمتووالی لري.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، چې له مخکې په یوه نا اعلان شوي سفر کابل راغلی له ولسمشر غني سره یې ګډې خبري ناسته کې ګډون او خبرې وکړې.

د ناټو عمومي منشي وایي، چې په افغانستان کې موجود مشکلات له نظره نه شي غورځولی او دوی له افغان حکومت سره د وضعیت د بهبود لپاره هڅې کوي.

ینس سټولټنبرګ وایي تر هغې، چې په افغانستان کې د وضعیت د بهبود ډاډ یې نه وي ترلاسه کړی دلته به خپل حضور ته دوام ورکړي.

ینس سټولټنبرګ د افغان ځواکونو د تلفاتوشمېر له زیاتوالي اندېښنه ښيي او وایي، چې په افغانستان کې د وضعیت د بهبود تر وخت پورې به خپل پوځي حضور ته دوام ورکوي.

نوموړی له ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو غواړي، څو د افغان ځواکونو تلفاتو مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

د ناټو عمومي د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوي او وايي، چې د سولې په تړاو ټولې هڅې باید د افغانانو په مالکیت او افغان شموله وي.

ولسمشر غني هم وایي، سره له دې، چې په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ نورې ترورستي ډلې هم فعالې دي، خو د سولې هڅې هم چټکې روانې دي او دغه هڅې به بلاخره د یوه سیاسي حل سبب شي.

بل لور ته ولسمشر غني د پاکستان له زندان څخه د ملا عبدالغني برادر  له ازادیدو په هرکلی سره وایي، چې افغان حکومت غواړي هغه افغانستان ته راشي خو هم مهاله وایي، چې له پاکستان سره د دولت په دولت مذاکراتو، منطقوي همکاریو، د ترهګرو هغو ډلو خلاف مبارزې غوښتونکې دي، چې په پاکستان کې ځالې او شبکې لري.

په دې خبري کنفرانس کې ولسمشر غني وویل، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کیږي، او له ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه هم غواړي، څو د ولسي جرګې ټاکنو نتایج په شفاف ډول اعلان کړي.