جمعه, 25 لړم 1397 -
امریکا کې نن منځمهاله ټاکنې کیږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

سه شنبه, 15 لړم

د امریکا دواړه ستر ګوندونه د اکثریت د ګټلو هڅې کوي

امریکایان نن د کانګرس د دواړو خونو لپاره په منځمهاله ټاکنو کې رایې کاروي.

امریکا کې د دغو ټاکنو له لارې د ولسي جرګې ټول ۴۳۵ غړي، د سنا له سلو څخه ۳۵ غړي او له ۵۰ څخه د ۳۶ ایالتونو والیان ټاکل کیږي.

د امریکا واکمن جمهوريپال او دیموکرات ګوند هڅه کوي، چې په دغو ټاکنو کې د کانګرس په دواړو خونو کې اکثریت ترلاسه کړي.

دا ټاکنې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لپاره خورا مهمې ګڼل کیږي، ځکه د نوموړي د ولسمشرۍ د پاتې دوو کلونو تګلارې ورپورې تړلې دي.

په دغو ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون وړاندوینه شوې ده.