پنجشنبه, 08 چنګاښ 1396 -
د کابل نیوز ټلویزیون خپرونې له دې وروسته په افغان ساټ سپوږمکۍ کې په ۴۸ درجو، فریکونسي ۱۱۲۹۳، سمبول رېټ ۲۷۵۰۰ ، عمودي قطب(Polarity: Vertical )، ایف، اي سي۶\۵ کیو بانډ (FEC: 5/6 Ku band) کتلای شئ.
افغان حکومت پر ولسي خلکو د وسله والو بريدونه د وسله والو ډلو کمزوري بولي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

چهارشنبه, 22 مرغومی

په داسې حال کې له کندهار پرته، د وسلوالو طالبانو له لورې په کابل او هلمند کې د سې شنبې ورځې په ځانمرګو بريدونو ډېری قربانيان عام ولسي خلک دي، تازه يې په غبرګون کې ولسمشرۍ ماڼۍ وسلوالو طالبانو په ماتې خوړلو تورنوي.

د ولسمشر وياند دلته له رسنيو سره په خبرو کې ادعا کوي، چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د سږنۍ جګړې پرمهال وسلوالو طالبانو ته کلک ګوزار ورکړی، او د غچ اخيستو په هدف يې يادې ډلې پر حکومت نه بلکې په عامو خلکو  په ښارونو کې بريدونو ته مخه کړې ده.

که څه هم د وسله والو طالبانو په کابل او هلمند کې د وروستيو بريدونو په ترسره کولو سره د ژمې پرمهال خپل شتون وښود، خو افغان حکومت وايي چې طالبان يې د ګڼو سيمو لاندې کولو په هدف کې ناکام کړي.

په ورته مهال د کابل، کندهار او هلمند ولايتونو کې د سې شنبې وسله والو بريدونو ته پام وايي، چې په ټولو ولايتونو کې يې اړونده ادارو ته د امنيت خونديتوب په هدف جدي سپارښتنې کړي.

افغان حکومت داسې مهال په جګړه د وسله والو طالبانو د ماتې خبره کوي، چې وسلوالو طالبانو د سيمې له شمېر هېوادونو سره د اړيکو تر ټينګولو وروسته، په يو شمېر ولايتونو کې د ژمي پر مهال هم د بريدونو خبرداری ورکړی دی.