پنجشنبه, 30 وږی 1396 -
د کابل نیوز ټلویزیون خپرونې له دې وروسته په افغان ساټ سپوږمکۍ کې په ۴۸ درجو، فریکونسي ۱۱۲۹۳، سمبول رېټ ۲۷۵۰۰ ، عمودي قطب(Polarity: Vertical )، ایف، اي سي۶\۵ کیو بانډ (FEC: 5/6 Ku band) کتلای شئ.
د ایرما په نوم توپان د امریکا په فلوریډا ایالت کې سختې ویجاړۍ رامنځ ته کړې دي. پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

سیمه ییز چارواکي وايي، د توپان له کبله د دغه ایالت په ګڼ میشتو سیمو کې لسګونه استوګنځایونه زیانمن شوي او لارې کوڅې اوبو نیولې دي.

تر اوسه فلوریډا کې ددغه توپان له کبله، چې وړاندې یې په کارابین ټاپوګانو کې تر ۳۰ ډیر کسان وژلي و، د ځاني تلفاتو خبر نه دی ورکړی شوی.

چارواکي وايي، اوس د توپان شدت کم شوی او د ځپل شویو سیمو اوسیدونکو سره د مرستو لړۍ پیل شوې ده.

د ایرما له رسیدو وړاندې د فلوریډا له ټیټو او سواحلو ته له څیرمه پرتو سیمو څخه نږدې ۶ میلیونه کسانو ته د وتلو لارښونه شوې وه.