پنجشنبه, 30 وږی 1396 -
د کابل نیوز ټلویزیون خپرونې له دې وروسته په افغان ساټ سپوږمکۍ کې په ۴۸ درجو، فریکونسي ۱۱۲۹۳، سمبول رېټ ۲۷۵۰۰ ، عمودي قطب(Polarity: Vertical )، ایف، اي سي۶\۵ کیو بانډ (FEC: 5/6 Ku band) کتلای شئ.
روسیې د سوریې ختیځ «دیر الزور» ولایت ته د ماین پاکۍ ۱۷۵ انجینران لیږلي دي. پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

انټرفاکس خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت په حواله لیکلي، چې دغه انجنیران به له سوري ځواکونو سره له داعش څخه په دې وروستیو کې د نیول شویو سیمو په پاکولو کې مرسته وکړي.

ددغه وزارت چارواکو ویلي، چې روسیې وړاندې هم سوریه کې خپلې یوې پوځي اډې ته څلویښت ماین پاکان لیږلي دي.

د روسیې هوايي ځواکونه او پوځي سلاکاران سوري ځواکونو سره له داعش څخه د دیر الزور په نیولو کې همکاري کوي.

په ورته وخت کې د عراق حکومت اعلان کړی، چې تر دې دمه یې د داعش ډلې د بهرنیو جنګیالیو ۱۳۰۰ ښځې او ماشومان یې نیولې دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه ښځې د سیمې او نړۍ له دیارلسو هیوادونو سره تړاو لري.