جمعه, 04 کب 1396 -
ترکیه کې د جمهوریت په نامه د مخالفې ورځپاڼې د ۱۷ نیول شویو ژورنالیستانو، اجرايي مدیرانو او وکیلانو محاکمه پیل شوه. پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

څارنوالانو دغو کسانو ته د ناانډوله جګړې له لارې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د تخریب په تور د ۴۳ کاله زندان غوښتنه کړې ده.

محکمې وړاندې ددې ورځپاڼې د څلورو مهمو مشرانو د ساتلو او د محکمې تر مهاله د اوو نورو د خوشې کیدو پریکړه کړې وه.

د استانبول په لویدیځ کې د دغو کسانو د محاکمې د پیلیدو پر مهال د هغوي لسګونه پلویان د محکمې مخې ته راټول شوي وو.

د اردوغان حکومت جمهوریت ورځپاڼه د فتح الله ګولین شبکې سره په اړیکو او د ولسمشر پر خلاف د منفي تبلیغاتو په خپرولو تورنوي، خو اورپايي ټولنه دا د انقرې لخوا د بیان د ازادۍ پر وړاندې اقدام ګڼي.