سه شنبه, 03 سلواغه 1396 -
د وینزویلا بهرنیو چارو وزیر «جورګې اریازا» د چین د همکاریو د جلبولو لپاره بیجینګ ته تللی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

د رپوټونو له مخې هغه له خپل چیني همپوړي «وانګ يي» او نورو چارواکو سره لیدلي دي.

بیجینګ تیره لسیزه کې وینزویلا ته نږدې ۵۰ میلیارده ډالره پور ورکړی، چې د هوکړې له مخې یې دغه هیواد باید د چین دولتي کمپنیو ته اومه تیل ورکړي.

وینزویلا سویلي امریکا کې د تیلو تر ټولو ستر او تر ۲۰۱۶ کال پورې چین ته د اومه تیلو شپږم ستر صادرونکی هیواد و.

چین له یو نیم کال راهیسې هڅې پیل کړي، چې پر وینزویلا پورونه کم کړي، ځکه له دغه هیواده ورته د تیلو صادرات کم شوې دي.