چهارشنبه, 27 چنګاښ 1397 -
د چین ختیزو سواحلو ته نږدې تر ټکر وروسته د یوې ایرانۍ بیړۍ د ورکې شوې عملې د موندلو هڅې دوام لري. پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

د ایران د تیلو دې لیږدونکې بیړۍ د شنبې پر ورځ د چین له یوې بار وړونکې بیړۍ سره تر ټکر وروسته اور اخیستی و، چې د یکشنبې تر غرمې یې دوام درلود.

د دې پیښې له کبله د ایرانۍ بیړۍ  د عملې ۳۲ کسان، چې ۳۰ یې ایرانیان او دوه د بنګله دیش وګړي دي، نادرکه شوي.

په ورته وخت کې د جاپان په اوکیناوا ټاپو کې د امریکا میشتو سمندري ځواکونو هم ددغو کسانو د موندلو عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

چین او سویل کوریا هم سیمې ته خپلې بیړۍ لیږلي دي.