چهارشنبه, 27 چنګاښ 1397 -
د سوریې په ادلیب ښار کې یوې چاودنې ۱۸ کسان وژلي او تر لسو ډیر نور ټپیان کړي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، په دې چاودنه کې، چې تر اوسه یې نوعیت نه دی معلوم، د یوې سیمه ییزې وسله والې ډلې مرکزي دفتر په نښه شوی دی.

د رپوټونو له مخې دا چاودنه دومره زوروره وه، چې ور څیرمه کورونه یې هم نړولي دی.

د سوریې د بشري حقونو څارونکي وايي، د چاودنې په قربانیانو کې ملکي خلک هم شامل دي.

ترکې سره پر پوله پروت ادلیب ښار د بشار اسد د دولت پر خلاف د جنګیدونکي وسله والو ډلو پیاوړی مرکز ګڼل کیږي.