سه شنبه, 03 سلواغه 1396 -
د بریتانیا صدراعظمې «تیریزا می» خپله کابینه کې د ژور بدلون په رامنځ ته کولو لاس پورې کړی دی. پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

ددغه هیواد رسنۍ وايي، ښايي ددغو بدلونونو په لړ کې د کورنیو او بهرنیو چارو، مالیې او له اروپايي ټولنې څخه د وتلو د چارو د سمبالښت لپاره له ټاکل شوي وزیر پرته نور ټول وزیران بدل شي.

د تیریزا می ګوند د تیر کال ټولټاکنو کې هغسې رایې ترلاسه نکړې، چې تمه یې کیده.

هغې تیره میاشت خپل مرستیال هم اړیست، چې استعفاء ورکړي.

می د خپل مرستیال تر استعفاء روسته کابینه کې هم د بدلونونو د رامنځ ته کیدو خبر ورکړی و.