پنجشنبه, 30 وری 1397 -
د امریکا متحدو ایالتونو پاکستان د نړۍ په کچه درېیمه درجه خطرناک هېواد بللی دی. پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې پر ورځ په خپره کړې اعلامیه کې له خپلو اتباعو غوښتي، چې پاکستان ته له اړتیا پرته سفر نه کوي، ځکه هلته ترهګرې ډلې فعالې دي.

په اعلامیه کې له امریکايانو غوښتل شوي، چې بلوچستان، خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو ته دې نه ځي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت افغانستان څلورمه درجه خطرناک هیواد بللی او دغه هیواد کې یې د جرمونو، ترهګرۍ، ملکي بې ثباتۍ او وسله والو شخړو له کبله خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی دی.