جمعه, 25 لړم 1397 -
د ایران ولسمشر وایې امریکا د ایران د اټومي هوکړې په کمروزي کولو کې ناکامه شوې ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

د ایران ولسمشر وایې امریکا د ایران د اټومي هوکړې په کمروزي کولو کې ناکامه شوې ده او پدې برخه کې د ټرمپ هڅو نتیجه نده ورکړې.

حسن روحاني په تهران کې یوې غونډې ته خبرو پر مهال وویل چې  امریکا تر خپلې وسې هڅې کوي چې دغه توافقنامه کمزورې کړي اما د نورو هیوادونو ورسره ملګري ونه کړه.

نوموړی وایې پرته له دوو دریو هیوادونو نورو ټولو له ټرمپ سره مخالفت ښودلئ دی:

حسن روحاني وایې امریکا په نړیواله کچه هڅې کوي چې په ایران فشارونه راوړي خو دوي په هیڅکله د امریکا دې فشارونو ته تسلیم نشي.

نوموړی یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې که امریکا له اټومي هوکړې ووځي دوي به یې پرې کړي:

د ایران د ولسمشر دغه تازه څرګندونې داسې مهال دي چې ورځ دمخه  ټرمپ په ۱۴ ایراني چارواکو د بندیزوونو لګولو او دارنګه له ایران سره د اټومي هوکړې د لغوه کولو خبرداری ورکړ.