جمعه, 04 کب 1396 -
د پاکستان پوځ وايي هند د دوي هوډنه آزمویي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو رییس وايي، د دغه هېواد باورمن اتومي ځواک د هند مخنیوي کوي او که نوی ډېلی په دې برخه کې د اسلام اباد ازمویل غواړي، خپله به یې نتیجه وویني.

اصف غفور د هند د پوځ لوی درستیز په ځواب کې ویلي چې هند که د پاکستان هوډ ازمايي، نو دا کار دې وکړي، خو پایله به یې خپله وویني.

له دې مخکې د هند د پوځ لوی درستیز ویلي و چې که حکومت یې امر وکړي، نو د هند وسلوال ځواکونه به له پولې واوړي او پاکستان کې به له عملیاتو شا ته نه شي.

د پاکستان او هند د پوځي چارواکو دا ناندارۍ په داسې مهال دي چې تېر زېږیز کال کې یې هم له یو بل سره اړیکي له تاوتریخوالي ډک و.