جمعه, 25 لړم 1397 -
د ایران د نفتو لیږدونکې بیړۍ له یوې چینایي بار وړونکې کښتۍ سره له ټکر ته ورځې وروسته ډوبه شوه. پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

ددغې بیړۍ له ۳۲ سپرولیو څخه ۳۰ تنه ایراني او دوه نور بنګلدیشي وګړي وو،خو له پېښې وروسته هیڅوک ژوندي پاتې نه شول او یوازې د دریو قربانیانو جسدونه دژغورنې  ډلې له لوري ترلاسه شوي دي.

دغه بیړۍ چې دټکر له پېښې وروسته یې اور اخستی وو او پرله پسې چاودنې پکې کېدې بلاخره دیکشنبې په ورځ ډوبه شوه.

دغې بیړۍ ۱۳۶ زره ټنه خام نفت لیږدول اته ورځې وړاندې دهانګ کانګ له یوې بلې کښتې سره وجنګېده چې له امله یې په یاده بیړۍ کې اور لګېدونه رامنځ ته شوه.

ددې بیړۍ له ډوبېدو څو ساعته  وړاندې ایراني چارواکو اعلان وکړ،چې په بیړۍ کې دشته کسانو د ژغورلو له هڅې ناهیلي شوي دي.