يكشنبه, 06 غبرګولی 1397 -
ملګري ملتونه وایې ایران په یمن کې د وسلو له ممنوعیت څخه سرغړونه کړې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

د ملګرو ملتونو متخصصین وایې چې ایران په یمن کې شعیه ملیشو ته د وسلو په مستقیم او یاغیر مستقیم انتقال سره د دغه سازمان د وسلو له ممنوعیت څخه سرغړونه کړې ده.

ملګرو ملتونو د یوه رئپوټ په خپرولو سره پر ملکیانو د یاغیانو او د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف پر بریدونو هم نیوکه کړې ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهان د تېر کال د نوامبر او ډیسامبر په میاشتو کې سعودي عربستان ته لاړل او د هغو راکټونو د ټوټو آزموینه یې وکړه چې د حوثي یاغیانو له خوا ویشتل شوي وو.

د ملګرو ملتونو په رئپوټ کې لیکل شوي "چې پس له دریو کلونو شخړو، د یوه هېواد په صفت د یمن موجودیت له خطر سره مخامخ دی.