جمعه, 04 کب 1396 -
د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت اړ شو، چې سنا کې د بودیجې د طرحې تر ردیدو وروسته ګڼ خدمات ودروي. پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

اړتیا وه، چې د فبرورۍ تر ۱۶ مې د فدرالي حکومت د لګښتونو د بودیجې دا طرحه سنا کې ۶۰ مثبتې رایې واخلي، چې دا کار ونشو.

په داسې حال کې چې سپینه ماڼۍ او سنا دواړه د جمهوریپالو تر کنټرول لاندې دي، دا لومړی ځل دی، چې امریکا کې د بودیجوي ستونزې له کبله خدمات درول کیږي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او مرستیال یې مایک پنس پر دیموکراتو سناتوران تور پورې کړی، چې سیاست ته پر ملي ګټو لومړیتوب ورکوي.