چهارشنبه, 04 تله 1397 -
د چین او امریکا ولسمشرانو د شمالي کوریا د کړکیچ د حل په تړاو په تلیفون خبرې کړې دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

شنبه, 19 کب

دواړو ولسمشرانو په دې خبرو کې ټینګار کړی، چې د کوریا کړکیچ باید له دیپلوماتیکو لارو حل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې رپوټونه وايي ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا د مشر «کیم جونګ اون» سره د مخامخ لیدو وړاندیز منلی دی.

خو سپینې ماڼۍ ویلي دا لیدنه به تر هغې ترسره نشي، چې پیونګ یانګ ځینو شرطونو ته غاړه نه وي ایښې.

د امریکا او چین ولسمشرانو د شمالي کوریا او خپلمنځي اړیکو په اړه په تلیفون خبرې کړې دي.

چیني رسنۍ وايي، د دوی ولسمشر په دې تلیفوني خبرو کې له پیونګ یانګ سره د کړکیچ د دیپلوماتیک حل لپاره د متحدو ایالتونو د ولسمشر دریځ ستايلی او غوښتنه یې کړې، چې په دغو خبرو کې باید د مثبت پایلو لپاره هڅې وشي.

شي دغه راز هیله څرګنده کړې، چې  د دې مسلې ټولې ښکیلې خواوې د ښه نیت د ښودلو هڅه او له داسې اقداماتو ډډه وکړي، چې د کړکیچ د ډیریدو لامل ګرځیدلی شي.

شي جین پنګ دغه راز ټینګار کړی، چې بیجینګ او واشنګټن باید په خپلو کې پر همکاریو تمرکز ډیر، اختلافات کنټرول او د یو بل اقتصادي ګټو ته د درناوي اصول مراعت کړي.

د چین او امریکا ولسمشرانو په داسې حال کې د پیونګ یانګ پر اټومي پروګرام خبرې کړي، چې ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي که شمالي کوریا سره د دوی اټومي هوکړه بشپړه او وروستۍ شي، نو نړۍ ته به خورا ښې پایلې ولري.

هغه که څه هم د شمالي کوریا له مشر «کیم جونګ اون» سره د مخامخ لیدو وړاندیز هم منلی دی، خو سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر ټرمپ به تر هغې د شمالي کوریا له مشر سره ونه ګوري، چې پیونګ یانګ ځینې مهم شرطونه نه وي منلي.