چهارشنبه, 04 تله 1397 -
سویلي کوریا وايي، پیونګ یانګ څخه یې تر اوسه د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو ترمنځ د لیدو په تړاو غبرګون نه دی ترلاسه کړی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

دوشنبه, 21 کب

د سویلي کوریا چارواکي وايي، شمالي ګاونډی یې له دې موضوع سره په احتیاط مخ ته ځي او ښايي وروسته خپل دریځ اعلان کړي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر روانه اوونۍ وویل، چې د شمالي کوریا له مشر سره لیدو ته چمتو دی.

په ورته وخت کې د سویلي کوریا امنیتي چارواکي د دې لپاره چین او جاپان ته تللي، چې دغو هیوادونو سره د پیونګ یانګ او واشنګټن ترمنځ د خبرو لپاره د زمینې په برابریدو کې د شویو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي.