يكشنبه, 28 زمری 1397 -
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کیمیاوي وسلو د بریدونو د تور په غبرګون کې پر سوریې د توغندیزو بریدونو د ګواښ په اړه خپلې څرګندونې اصلاح کړې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

پنجشنبه, 23 وری

ټرمپ وايي، په دې اړه یې څه نه دي ویلي، چې پر سوریې به دغه بریدونه کله وشي.

په ورته وخت کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هڅې پیل کړي، چې د امریکا او روسیې رامنځ د سوریې پر سر د پورته شوې ترینګلتیا په حل کې مرسته وکړي.

هغه د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره خبرې کړي او غواړي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وغږیږي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سوریې په دوما ښار کې د کیمیاوي وسلو د مشکوکو بریدونو په غبرګون کې د سوریې د حکومت پر اهدافو د توغندیو د بریدونو په اړه خپلې څرګندونې سمې کړې.

هغه مخکني ویلي و، چې په څو ساعتونو کې به ددغو بریدونو په اړه پریکړه وشي، خو اوس یې پر خپل ټویټر لیکلي، چې ددغو بریدونو کره وخت واضح نه دی، ښايي ژر وشي یا وروسته.

بلخوا په داسې حال کې، چې د بریتانیا چارواکي له امریکا او فرانسې سره د سوریې پر حکومتي اهدافو په بریدونو کې د برخې اخیستول په اړه په خپلو کې سلامشوره لګیا دي، د کرملین ویاند «دیمیتري پیسکوف» ویلي دوی هر بدلون له نږدې څاري او هیله من دي، چې د وضعیت د خرابیدو مخه ونیول شي.

«موږ اوس هم د داسې ګامونو د نه اخیستل کیدو پر اهمیت ټینګار کوو، چې سوریه کې د ترینګلتیا د ډیریدو لامل ګرځیدلی شي. زموږ په باور داسې ګامونه د سرویې د پخلاینې پر ټوله پروسه ډیره بده اغیزه ښندلی شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون ویلي دی کره شواهد لري، چې په دوما ښار کې کیمیاوي برید د سوریې حکومت کړی دی. هغه زیاته کړې، چې د سوری د حکومت پر اهدافو به د بریدونو لپاره په مناسب وخت کې پریکړه کړي.

په ورته وخت کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هڅې پیل کړي، چې د امریکا او روسیې ترمنځ د سوریې پر سر د راپورته شوې ترینګلتیا په حل کې مرسته وکړي.

هغه د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره خبرې کړي او غواړي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وغږیږي.

«تیره ورځ مې له ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړې، نن به ولسمشر پوتین ته زنګ ووهم او خبرې به ورسره وکړم. موږ به په ګډه پر دې وغږیږو، چې څنګه د کیمیاوي ډله ییزې وژلنې مخه نیولی شو.»

په ورته وخت کې د سوریې د حکومت بل متحد ایران ژمنه کړې، چې د بشار الاسد له حکومت سره به د هر ډول بهرني یرغل پر وړاندې ودریږي.

د ایران د ستر مذهبي سلاکار علي اکبر ولایتي، چې د سوریې په سفر بوخت دی، ویلي د سوریې دولتي ځواکونه به ډیر ژر امریکايي ځواکونه د سوریې له ختیځ څخه وباسي او ادلیب ولایت به له ترهګرو ونیسي.