پنجشنبه, 30 وری 1397 -
امریکا، بریتانیا او فرانسې د سوریې پر دولتي اهدافو د توغندیو بریدونه وکړل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

شنبه, 25 وری

ددغو هیوادونو مشران او پوځي چارواکي وايي، په دغو بریدونو کې د بشار الاسد د حکومت د کیمیاوي وسلو مرکزونه او زیرمتونونه په نښه شوې دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه بریدونه خورا بریالي بللي او ادعا یې کړې، چې خپل هدف ته رسیدلې دي.

بلخوا روسیې، ایران، چین او ځینو هیوادونو پر دغو بریدونو نیوکه کړې او هغه یې د نړیوالو قوانینو پر خلاف بللې دي.

د امریکا متحدو ایالتونو او اورپايي متحدانو یې بریتانیا او فرانسې د روسیې او ایران له مخالفت او ګواښونو سره سره بلاخره د دوما ښار کې د کیمیاوي وسلو د کاریدو د تورونو په غبرګون کې د سوریې پر ځینو دولتي اهدافو بریدونه وکړل.

رپوټونه وايي، دغو هیوادونو په ګډه تر سلو ډیر توغندي په دمشق، حمص او څو نورو ښارونو کې پر بیلابیلو اهدافو، چې دوی یې د کیمیاوي وسلو د جوړولو مرکزونه او د ساتلو زیرمتونه بولي، توغولي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه بریدونه خورا بریالي بللي او ادعا یې کړې، چې خپل هدف ته رسیدلې دي.

«څو شیبې وړاندې مې د امریکا وسله والو ځواکونو ته د سوریې د دکتاتور بشار الاسد د کیمیاوي وسلو د وړتیاوو پورې پر اړوندو اهدافو د بریدونو امر وکړي.  »

د بریتانیا صدراعظمې تیریزا مې هم دغه بریدونه په دوما ښار کې د پر ملکي خلکو د کیمیاوي وسلو د کاریدو په غبرګون کې سم او قانوني ګام بللی دی. هغې ویلي دغه بریدونه په دې موخه نه دي شوي، چې د سوریې رژیم بدل کړي.

«د بریتانیا، فرانسې او امریکا وسله والو ځواکونو تیره شپه د سوریې د رژیم د کیمیاوي وسلو د وړتیا د لمنځه وړلو او د هغو د کاریدو د مخنیوي لپاره همغږي بریدونه کړې دي. د بریتانیا له اړخه هوايي ځواکونو د حمص ښار د لویدیځ په ۱۵ کیلومترۍ کې یو پوځي مرکز په نښه کړ، چې د اسد رژیم پکې د کیمیاوي وسلو د نه کارولو د کنوانیسیون پر خلاف دغه وسلې ساتلې. ددغه برید ارزونه روانه ده، خو موږ یې پر بریالیتوب مطمین یو.»

د فرانسې امنیتي چارواکي وايي د دوی ځواکونو د سورې پلازمینه کې د کیمیاوي وسلو یو څیړنیز مرکز او دوه نور اهداف په نښه کړې دي.

له دې سره د بشار الاسد د رژیم پر نړیوالو متحدانو ایران او روسیې سربیره چین او څو نورو هیوادونو سوریه کې د امریکا او ملګرو دغه بریدونه غندلې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا د یوه هیواد پر مشروع حکومت، چې د ده په وینا د ترهګرو پرضد په جګړه بوخت دی، بریدونه بللي او په دې تړاو یې د امنیت شورا د بیړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده.

«روسیه پر سوریې، چې روسي ځواکونه پکې له مشروع او قانوني دولت سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې همکاري کوي، دا بریدونه غندي. روسیه د متحدو ایالتونو او د هغوي د متحدانو ددغه خصمانه کړنو په اړه د بحث لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ ناستې غوښتنه کوي.»

په ورته وخت کې روسیې اعلان کړی، چې د بشار الاسد حکومت ته د اوسني ایس دوه سوه سیستم ترڅنګ د ایس ۳۰۰ دفاعي سیستم پر ورکولو غور کوي. دا په داسې حال کې ده، چې سوریې پوځي چاروکي وايي، پر دغه هیواد یې له توغول شویو توغندیو څخه تر ۳۰ ډیر توغندي یې د ایس دوه سوه دفاعي سیستم په وسیله وسیله شنډ کړې دي.

د سوریې دفاع وزیر ویلي د امریکا متحدانو دا ډول بریدونه یې له خپلو اهدافو نشي راګرځولی او د بریالیتوبونه مخه یې نشي نیولی.

امریکا، فرانسې او بریتانیا پر سوریې دا بریدونه پر داسې مهال کړي، چې د سوریې حکومت د شنبې پر ورځ په بشپړه توګه د ختیزې غوطه سیمې د کنټرول د ترلاسه کولو جشنونه ولمانځل. د اسد پر رژیم تور لګلیدلی و، چې د همدې سیمې په دوما ښار کې یې کیمیاوي وسلې کارولې دي.