پنجشنبه, 30 وری 1397 -
امریکا، بریتانیا او فرانسې د سوریې حکومت ته ګواښ وکړ، چې که بیا کیمیاوي وسلې وکاروي، نو بیا به یې پر وړاندې پوځي ګامونه واخلي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

يكشنبه, 26 وری

د دغو هیوادونو مشران وايي، په کیمیاوي وسلو سره به د ښځو او ماشومانو په ګډون د بې ګناه ملکي خلکو وژل ونه زغمي.

په ورته وخت کې ناټو هم د سوریې پر دولتي اهدافو د بریدونو ملاتړ کړی او کیمیاوي وسلې یې نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښ بللې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا په بیلابیلو ښارونو کې سلګونو کسانو دغه هیواد او متحدینو لخوا پر سوریې د توغندیزو بریدونو پر خلاف لاریونونه کړي.

امریکا او اورپايي متحدانو یې بیا د سوریې حکومت ته د بریدونو ګواښ وکړ.

د امریکا، بریتانیا او فرانسې چارواکي وايي، که د اسد رژیم بیا د کیمیاوي وسلو د کارولو تیروتنه وکړي، خو پر وړاندې به یې نور پوځي ګامونه واخلي.

د امریکا ولسمشر او مرستیال ولسمشر وايي، ځواکونه او وسلې یې چمتو دي او پر بې ګناه ملکي خلکو به د کیمیاوي وسلو کاریده ونه زغمي.

«موږ تیره شپه د سوریې رژیم ته واضح او ډانګ پیېلې پیغام ورکه. متحدو ایالتونه او زموږ متحدین به د بې ګناه سړیو، ښځو او ماشومانو پر خلاف د کیمیاوي وسلو کاریده ونه زغمي، او د اسد د رژیم لخوا په راتلونکې د کیمیاوي وسلو د بریدونو مخنیوي ته په بشپړه توګه چمتو یو. څنګه چې ولسمشر ټرمپ څرګنده کړې، زموږ هیواد د سوریې د رژیم لخوا د ممنوع کیمیاوي وسلو د کاریدو تر ودریدو پورې د غبرګون ښودلو ته اماده دی.»

بریتانوي چارواکي هم سوریې ته ورته خبرداري ورکوي.

«تر اوسه د نورو بریدونو د ترسره کیدو وړاندیز نشته، ځکه د اسد رژیم دومره احمق نه دی، چې د کیمیاوي وسلو بل برید وکړي. خو که بیا او چیرې دا کار وشي، موږ او متحدین به یې پر وړاندې په غوراویو فکر وکړو.»

دغو هیوادونو دا راز د سوریې د رژیم پر متحدې روسیې هم تور لګولی، چې ګنې د سوریې د حکومت لخوا د کیمیاوي وسلو د کاریدو او د هغو پر وړاندې د امریکا او متحدینو د غبرګون په اړه د ناسمو معلوماتو د خپریدو هڅې کوي.

دغو هیوادونو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سوریه کې د هغوي د پوځي مداخلې د غندل کیدو لپاره د روسیې لخوا وړاندیز شوې طرحه مهم رده کړه.

په ورته وخت کې ناټو او اسراییلو هم د امریکا او ملګرو لخوا د سوریې پر دولتي اهدافو د بریدونو ملاتړ کړی. د اسراییلو صدراعظم بنیامین نیتانیاهو په ورته وخت کې د اسد د حکومت د ملاتړي ایران پر وړاندې هم د ګامونو غوښتنه کوي.

خو دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا په بیلابیلو ښارونو کې سلګونو کسانو دغه هیواد او متحدینو لخوا سوریه کې د پوځي مداخلې پر خلاف لاریونونه کړي.

د دې ترڅنګ ددغو هیوادونو ځینو سیاسون او د اپوزیسیون مشرانو هم، ددوی له پارلمانونو سره له مشورې پرته، سوریه کې د خپلو حکومتونو پوځي مداخله نامشروع بللې ده.