يكشنبه, 29 تله 1397 -
د ایران د اټومي پروګرام په اړه نوي لانجمن بحثونه راپورته شوې دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

سه شنبه, 11 غويی

د اسراییلو صدراعظم «بنیامین نیتانیاهو» ادعا کړې، چې تهران د نړۍ له ځواکونو هیوادونو سره تر اټومي هوکړې وروسته هم اټومي پروګرام ته دوام ورکړی او غواړي اټومي وسلې جوړې کړي.

هغه ادعا کوي، چې استخباراتي ادارو یې د ایران ددغو پټو فعالیتونو په اړه زرګونه کره سندونه ترلاسه کړې دي.

له دې سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم ویلي، چې ایراني مشرانو له کلونو راهیسې د خپل اټومي پروګرام په اړه دروغ ویلي.

د ایران چارواکي بیا دغه ادعاوې رد کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ایرا د اتومي فعالیت په اړه د اسرائیلو له خوا افشا شوي اسناد ښيي، چې

مایک پومپیو دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړې، چې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامېن نتنياهو وویل، زرگونه داسې سندونه يې ترلاسه کړې چې زباتوي تهران د خپلو اټومي موخو په اړه نړۍ تېر ايستلې ده.

ښاغلي نتنياهو پر دريځ له يو شمېر دوسيو پرده پورته کړه چې په الماريو کې پرتې وې او ويې ويل دا دوسيې څو اوونۍ وړاندې د بې سارو استخباراتي عملياتو په ترڅ کې، تهران کې له يوۀ پټ گودامه له ترلاسه شوي دي.

د ښاغلي نتنياهو په وينا دغه اسناد چې وزن يې نيم ټنو ته رسېږي نه يوازې د ايران د اټومي پروگرام شتون زباتوي بلکې راتلونکې په تړاو يې هوډ هم څرگندېږي:

"له دغې بېلگې تاسو څلور پايلې اخيستلى شئ. لومړى ايران دروغ ويلي چې هېڅکله يې اټومي پروگرام نه درلود. په دې تړاو سل زره پټ سندونه د دوى دروغ ثابتوي.

دويم، ايران ان له تړون وروسته د اټومي وسلو د ساتنې او پراخولو په تړاو د پوهاوي ترلاسه کولو چارې روانې وساتلې چې راتلونکې کې يې وکاروي.