يكشنبه, 06 غبرګولی 1397 -
چین او امریکا د خپل منځي سوداګریزو ترینګلتیاو د حل په هدف هوکړې ته ورسیدل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

جمعه, 14 غويی

چینايي رسنیو رپوټ ورکړی، دواړو خواو هوکړه کړې چې خپل منځي سوداګریزې ترینګلتیاوې د خبرو اترو له لارې حل کوي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترینګلیتاو د حل په هدف د دواړو هیوادونو د لوړپوړو  دولتي چارواکو ترمنځ خبرې اترې له دوه ورځو راهیسې پیل شوي.

د بیجنګ او واشنګټن ترمنځ سوداګریزې ترینګلتیاوې د چین د سوداګریزو توکو پر وارداتو د تعرفې د زیاتوالي په اړه د ډونالډ ټرمپ له فرمان وروسته زیاتې شوې چې په غبرګون کې یې چین هم د امریکا پر صادراتو څو میلیارده ډالری تعرفې ولګولې.

د دوه سترو اقتصادي نړیوالو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو ترینګلتیاو زیاتیدو نړیوال غبرګونونه له ځان سره لرل.